د عربی خلیج په زړه، د بیت المقدس او اقصی جومات تر څنګ، د شام په تاریخی او سپېڅلې ځمکه یوازې تر دوولسو ورځو پرله پسې جګړې وروسته د بشارالاسد ډیکتاتورۍ او یکه تازۍ ته د پای ټکی کېښودل شو او پداسې حال کې چې نوموړی په خپله له کورنۍ سره روسیې ته په تېښته بریالی شو، مخالفین یې د سوریې پلازمینې دمشق ته ننوتل او د اسد کورنۍ د څه باندې پنځوسو کلونو واکمنی یې پای ته ورسوله.
د تازه رسنیزو راپورونو پر بنسټ اټکل کېږی چې د بشارالاسد د وسله والو مخالفینو له عمده ډلې “هیأت تحریر الشام” یو مشر محمد بشیر به د سوریې د مؤقتې ادارې د مشر په توګه وټاکل شی او د بشارالاسد د نظام له لومړی وزیر محمد غازی جلالی چې دمګړۍ او د بشار تر تېښتې وروسته د سوریې د چارو واګې په لاس کې لری، دغه مؤقت حکومت ته د نړیوالو تر څار لاندې د چارو واګې وسپاری.
دا چې په سوریه کې د بشار الاسد واکمنی چې د سیمې په کچه یې د روسیې او ایران قوی ملاتړ له ځان سره درلود ولې ړنګه شوه او د ده مخالفینو څه ډول وکولای شول په دومره کمه موده کې د بشار د یکه تازه واکمنۍ لمنه ور ونغاړی، اوږد داستان دی، خو په زړه پورې ده چې ځینو لویدیځوالو قوتونو لکه بریتانیا بیا له واره د سوریې دغه تحولاتو او بدلونونو ته غاړه کېښوده او سمدلاسه یې د سوریې په تحولاتو کې د دغه هېواد مطرح ډله “هیأت تحریر الشام” له خپل تور لیست څخه وایستله او پرې لګیدلی بندیزونه یې لیری کړل.
بل اړخ ته د سوریې په وروستیو تحولاتو کې یو د پام وړ ټکی دا هم دی چې دلته او د دې جګړه ځپلی عربی هېواد په تحولاتو کې درې نیم کاله وړاندې د جګړه ځپلی افغانستان د تحولاتو څرک هم لیدل کېږی، ځکه کله چې په ۱۴۰۰لمریز کال کې د دوحې د مذاکراتو په پایله کې امریکایی او اروپایی هېوادونو خپل یرغلګر اوتاړاکګر ځواکونه له افغانستان څخه و ایستل بیا دلته د اشرف غنی او د هغه د یارانو واکمنی هم ورسره وشړیده او ډېر ژر له کابل څخه د غنی تر پټې تېښتې وروسته د هغه او ورسره ډلې ټپلې حکومت هم ړنګ شو.
بل اړخ ته که ځېر شو په سوریه کې دغه پوځی او سیاسی بدلون پداسې حالاتو کې رامنځ ته کېږی چې د سوریې سره پوله او آن برخلیک کې شریک فلسطین د اسراییلی یرغلګرو تر تاړاک لاندې دی او وحشی غلیم هره شېبه هلته د بېوزله او لاچاره فلسطینیانو په وینو لاسونه سره کوی.
که څه هم په سوریه کې واکمنې د اسد کورنۍ نه له فلسطینی مبارزینو سره د خواخوږۍ هوډ درلود او نه یې په سیاسی لحاظ د غزې په تراړه یا په ټوله کې په اشغالی فلسطین کې د هغه ملک د مبارزینو مقاومت د ځان په ګټه شمېرلو خو بیا هم د سوریې خاوره تل د اسراییلو له ګواښ او آن ړندې بمبارۍ سره مخ وه او صهیونیست رژیم دا ویره له ځان سره درلوده چې په څنګ کې ورته پروت دغه اسلامی او عربی هېواد بالآخره ورته سرخوږی جوړ نهکړی.
اوس که د منځنی ختیځ او شام د تاریخی خاورې د نن او پرون پېښو ته په ځېر وګورور او په ناقدانه لیدلوری سره یې جمع او ضرب کړو دا تصویر او دا شننه هم زړه ته غورځېږی چې د سوریې وروستی تحول او بدلون د یوې لویې نړیوالې لوبې پایله وه چې د امریکا په ګډون شاید د نړۍ ځینې نور قوتونه پکې شریک وو.
اوس چې دا لوبه د چا او چا ترمنځ او د کومو موخو لپاره په لاره لویدلې وه، اوږده بحث ته اړتیا لری خو یوازې دا یو خبر هم پدې تړاو ژور سوچ ته اړتیا پیدا کوی او ګڼې پوښتنې را ولاړوی چې استعمارګرې برېتانیا څنګه تر پرونه په سوریه کې د بشارالاسد د ډیکتاتورۍ را پرځونکی ځواک د یوه ترهګریز سازمان په نامه یادولو خو نن چې همدې ډلې د بشار الاسد واکمنی ړنګه کړه، بیا د دوی له تور لیست څخه را بهر شوه؟
په هر صورت تر هغه چې د شام او سوریې ټوله صحنه نه وی روښانه شوې او د بدلونونو او حالاتو لوری سم نه وی څرګند شوی سمه پرېکړه او عادلانه قضاوت هم ګران دی، خو هغه څه چې دم ګړۍ ښکاری دا دی چې په منځنی ختیځ کې د روان کړکیچ لمنه نوره هم پراخېږی او دا پراختیا به شاید د منځنی ختیځ او عربی خلیج ګڼو نورو هېوادو او پر دغه خلیج حاکم د ډېرو کورنیو د کلونو کلونو طاغوتی او د پردیو په مرسته واکمنۍ ختمې کړی.
خو بیا هم لا نده څرګنده او نشو ویلای چې د دې حالاتو او بدلونو دا بړبوکۍ به تر سوریې وروسته لومړی د کوم عربی او خلیجی هېواد په لور مخه کوی او لومړی به د چا د تاج او تخت لړزانه پایې د هغوی په وینو سرې شی یا به د بشارالاسد په څېر خپل تاج او تخت مخالفینو ته پریږدی او د خپل ژوند د بقا لپاره به خپلو بهرنیو ملاتړو ته پناه یوسی.
“والسلام”
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ
گهیځ