په غزنی کې د لومړی ځل لپاره د سکی ورزش کلپ جوړ شوی

ګهیځ: نن یکشنیه (د مرغومی ۱۹مه) غزنی د افغانستان څلورم ولایت شو چې د سکی ورزش لپاره په کې کلپ په کې پرانستل کېږی.
تر دې وړاندې په کابل، بامیان او پنجشېر ولایتونو کې د سکی کلپونه فعاله وو.
د غزنی د سکی د کلپ مشر محمدعلی وایی، له بامیانو وروسته یې په غزنی ولایت کې هم د سکی کلپ پرانیست چې دا مهال دولس غړی لری او لومړۍ لوبه یې هم تر سره کړه.
محمدعلی زیاتوی چې په غزنی کې د سکی فدراسیون د ولایتی څانګې د پرانیستو لپاره هم هڅه کوی.
نوموړی وایی:” لومړی ځل دی چې په غزنی کې دا لوبه ترسره کېږی او ۱۲ لوبغاړو برخه په کې اخیستې وه. موږ تمه لرو چې په راتلونکی کې د دې لوبې ګډونوال زیات شی. هڅه کوو چې د سکی لوبې فدراسیون هم په غزنی کې جوړ کړو.”
د یادونې وړ ده چې د غزنی د سکی کلپ غړو د جمعې په ورځ په غزنی ښار کې د دولتی پوهنتون شاته د کلای جوز په غرونو کې د سکی لوبه هم وکړه چې ګڼ ښاریان یې نندارې ته ورغلی وو.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.