په غزنی کې د مخابراتی شبکو د فعالېدو کار پیل شوی

ګهیځ: نن دوشنبه د (د کب دوهمه نېټه) په غزنی کې د اسلامی امارت سیمه ییز چارواکی وایی هڅه کوی چې د دغه ولایت اړوند په ټولو ولسوالیو کې د مخابراتی شبکو خدمتونه فعال کړی.
دوی وایی تر اوسه پورې یا په ځینو ولسوالیو کې د دغه شبکو فعالیتونه نه دی وړاندې شوی او یا هم د جګړو له امله بېرته له کاره لوېدلی دی.
د اطلاعاتو او کلتور ریاست سرپرست، مولوی حبیب الله مجاهد د یکشنبې په ورځ رسنیو ته وویل د دغه کار پیل یې د غزنی له مرکز څخه کړی.
نوموړی وایی، د یکشنبې په ورځ د دغه ولایت د والی مولوی محمد اسحاق اخندزاده په هڅو او زیار یې د غزنی مرکز اړوند په قره باغی سیمه کې د سلام مخابراتی شبکې یوه پایه درولې.
ښاغلی مجاهد زیاتوی:” د غزنی ولایت په ځینو ولسوالیو کې تلیفونونه کمزوری دی کار نه کوی، لکه ناوه، ګېرو، اب بند او داسې نورې، په دغه سیمو کې پایې کمې او د خلکو اړتیا زیاته ده، د غزنی مشران په پام کې لری چې په ټولو ولسوالیو کې شبکې فعالې کړی، پایې ودروی او خلک ګټه ورڅخه پورته کړی.”
دا په داسې حال کې ده چې د هېواد د ځینو نورو سیمه کې هم خلک د سلام دولتی مخابراتی شبکې ترڅنګ د ټولو خصوصی مخابراتی شبکو له ناسمو فعالیتونو ناخوښ دی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.