دوشنبه، د لړم ۳۰مه
کابل/ګهیځ: تېره ورځ د فلسطین د غزې ښار په جبالیا پنډغالی کې په یوه ودانۍ کې د اور لګېدو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۲ خپل ژوند له لاسه ورکړ.
اوس د غزې لوی څارنوال محمد النهال یوې خبری غونډې ته ویلی، چې د غزې په شمال کې دغه اور لګېدنه یوه تصادفی پېښه وه.
اناتولیا خبری اژانس د نوموړی له قوله لیکلی، چې اورلګېدنه په ناڅاپی توګه هغه وخت رامنځ ته شوې، چې د ابوریا کورنۍ له بهر څخه د خپل زوى د راستنېدو په مناسبت د خوښۍ مراسم جوړ کړی وو.
النهال زیاته کړې، چې د اور لمبې په کور کې د پټرولو ډبې ته رسېدلی، چې د کور پلاستیکی او ژر سوزېدونکو توکو ته په رسېدو سره اور شدت موندلی دی.
نوموړی دې په اشارې چې اور د ابوریا کورنۍ د اوسېدو کوټې ته نژدې لګېدلی و، زیاته کړه چې له دې امله په کوټه کې ایسارو کسانو و نشو کولی چې ځانونه وژغوری.
ویل کېږی، چې د فلسطین د حکومت مشر محمود عباس په یوه خبرپاڼه کې دا پېښه «ملی غمیزه» بللې او راتلونکې جمعه یې د همدې پېښې په تړاو ملی ویر اعلان کړی دی.
گهیځ