په غور کې د ګهیځ ټولنې مسؤول د عدالت غږ راډیو له مسؤولینو سره ناسته وکړه
په غور ولایت کې د ګهیځ د لیکوالو او ژورنالیستانو د ټولنې ځایی مسؤول حسیب الله “جمالزاده” د عدالت غږ راډیو رسنیز دفتر په انګړ کې د همدې رسنۍ له مسؤولینو سره وکتل او د ولایت په کچه یې د رسنیو پر ستونزو خبرې وکړې.
د دغه ناستې په سر کې ښاغلی جمالزاده د یادې راډیو مسؤولینو ته د ګهیځ ټولنې په اړه معلومات ورکړل او ورپسې
د عدالت غږ راډیو مسؤول عبدالسلام “خپلواک” د دې ټولنې له مرکزی دفتر نه لدې امله مننه وکړه چې په غور ولایت کې یې د یادې ټولنې یوه څانګه را منځ ته کړه.
نوموړی وویل: په غور کې به د دې ټولنی فعالیت او استازیتوب سیمه ییزې رسنۍ ځواکمنې او لا پیاوړی کړی.
همدارنګه په غور کې د سیمه ییزو رسنیو یوه خبریال صاحب خان “نظامی” وویل، چې ددې ټولنې را منځ ته کول به په غور ولایت کې د خبریالانو او لیکوالانو د هڅونې او لا پیاوړتیا سبب شی.
د یادولو وړ ده چې د ګهیځ د لیکوالانو او ژورنالیستانو ټولنې پدې وروستیو کې په غور ولایت کې خپل رسنیز او فرهنګی فعالیتونه پیل کړی چې تر دې دمه یې په سیمه ییزه کچه ورکشاپونه جوړ کړی او ګڼو خبریالانو او لیکوالو ته یې د دې ټولنې په اړه معلومات ورکړی دی.
گهیځ