د حماس او اسراییلو لخوا په غزه کې د اور بند دوه ورځې غزیدو سره سره د دواړو لوریو تر منځ د اسیرانو تبادله هم روانه ده او د نړیوالو رسنیو د رپوټونو له مخې لدې سره چې د بندیانو په تبادله کې ۱۱ نور اسراییلیان او ۳۳ فلسطینی بندیان آزاد شوی دی. رسنیز راپورونه وایی چې د اسراییلو لخوا په تازه آزادو شویو فلسطینیانو کې ۳۰ ماشومان او ۳ ښځې دی.
راپورونه وایی، د اسراییل لخوا خوشې شوی بندیان په لوېدیځه غاړه او ختیځ بیت المقدس کې خپلو کورنیو سره یو ځای شوی همدا راز له حماس سره بندی اسراییلی وګړی په غزه کې د سره صلیب کمېټې کارکوونکو ته سپارل شوی دی.
همدارنګه د اوربند له غزیدو سره به هم مهاله په غزه کې ایسارو فلسطینی وګړو ته د بشری مرستو لړۍ هم روانه وی او هڅه کېږی تر څو زیات نه زیات وګړی له دغه مرستو برخمن شی. بل لوری ته د هغه مشهور متل په مصداق چې په جګړه کې حلوا نه ویشل کېږی، د غاصبو اسراییلی مشرانو او د دوی د وحشی پوځیانو په لاس چې په غزه او نورو نیول شویو فلسطینی ځمکو کې د وروستۍ جګړې په ترڅ کې کوم جنایت او وحشت ترسره شوی، د هغې ساری په نړیوالو جګړو کې هم کم لیدل شوی دی.
اما د دې پر عکس له بنده آزد شوی اسراییلی وګړی چې د خپل بند په موده کې د حماس مجاهدینو له خوا له دوی سره د کوم چلند انځور وړاندې کوی، دومره انسانی او اسلامی انځور دی چې شاید د اوسنی عصر په جګړو کې یې بېلګه او مثال کم ولیدل شی.
له پوځی اړخه هم که وکتل شی د اسراییلو او د هغوی د نړیوالو استکباری ملاتړو له خوا چې په غزه کې څه ډول چلند وشو او په کومه کچه چې هلته پوځی تأسیسات او د ملکی وګړو کورونه، جوماتونه، مدرسې، ښوونځی او آن روغتونونه تر برید لاندې راغلل، ساری یې په ګرده نړۍ کې کم لیدل کېږی او د اسراییلی پوځیانو او د هغوی د نړیوالو ملاتړیو په ګومان باید هلته نور هېڅ ژوندی وګړی او آن ژوی نه وای پاتې خو کله چې د اسراییلو او حماس تر منځ د لومړی اوربند په ترڅ کې د اسیرانو د تبادلې پرېکړه وشوه، حماس اسراییلی اسیران بیا هم د غزې په همدې تړانګه کې د نړیوال سره صلیب کمېټې ته وسپارل او یو ځل بیا یې په ډاګه کړه چې دوی لا هم په غزه کې حضور لری او د اسراییلی وحشیانو د هر ډول یرغل او بمبارد سره سره به ان شاءالله دوی دلته خپل حضور وساتی.
بل اړخ ته د فلسطینیانو او اسراییلی یهودیانو د وروستۍ جګړې په لومړیو ورځو کې هم اسراییلو او هم د هغوی لویدیځوالو امریکایی او اروپایی ملاتړو هېوادو د لنډمهاله او اوږد مهاله اوربند او فلسطینی وګړو ته د بشری مرستو د رسولو په اړه هر ډول وړاندیز په کلکه ردولو او آن امریکایی ولسمشر په یوه مرکه کې تر دې حده وویل چې که اسراییل اوربند ته غاړه کېږدی نو حماس به د ځان سمبالولو فرصت ترلاسه کړی.
خو کله چې له اوږدې او څه باندې یوې میاشتې وحشیانه جګړې او قتل عام وروسته هم پدې و نه توانیدل چې د مبارزو فلسطینیانو مقاومت له مینځه یوسی یا یې وځپی، نو په ماته خوله یې اوربند و مانه او هغه هم په داسې شرایطو چې فلسطینیانو غوښتل.
پدې توګه ګورو چې تر شا او خوا یوې نیمې میاشتې پرله پسې جګړې وروسته بیا هم فلسطینیان ژوندی دی، د هغوی مقاومت لا دوام لری او اسراییل لکه څه ډول چې د جګړې په ډګر کې یې د ټول وحشت او تاړاک سره سره کومه بریا نده ترلاسه کړې، په اخلاقی ډګر کې یې هم آن د هغو اسراییلی اسیرانو له قوله ماتې خوړلې چې د بند په دوران کې د فلسطینی مجاهدینو له نېکو اخلاقو او اسلامی چال چلند اغېزمن شوی دی.
د اسراییلی یرغلګرو له خوا پر روغتونونو برید او د جګړې د ټپیانو بې رحمانه وژنه، له اسیرانو سره وحشیانه چلند، په کلیو او کورونو کې د ماشومانو او مېرمنو وژل، له ځمکې او هوا بې رحمانه بمبارد او په لس ګونو نورې داسې بیلګې شته چې له فلسطینیانو سره په روانه جګړه کې د اسراییلی عسکرو او آن د دوی د واکمنو وحشی توب ثابتوی، خو د نننۍ نړۍ دوه ګونی معیارونو له ډېره وخته دا ثابته کړې چې د مظلوم مسلمان په وړاندې ټوله کفری نړۍ یو لاس او یوه خوله ده او وی به، متأسفانه مونږ مسلمانان او په تېره بیا د نننۍ عربی او اسلامی نړۍ واکمن، یا تر اوسه هم د غفلت په خوب ویده ؛یو ؛یا مو د لویدیځوالو په غلامۍ کې خپل غیرت او همت له هر څه سره له لاسه ورکړی دی، دومره چې آن نشو کولای د خپل مسلمان ورور پر یوه زخم هم د مرهم پټۍ کېږدو. الله دې د اسلامی امت او د هغوی د واکمنو پر حال ورحمیږی. و السلام
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ