په قندهار کې یو سوداګر په مرموز ډول وژل شوی

شنبه، د لړم ۱۴مه
کابل/ګهیځ: له قندهاره خپاره شوی رپوټونه وایی، چې په دغه ولایت کې یو سوداګر له تښتونې وروسته په مرموز ډول وژل شوی دی.
ازادۍ راډیو د خپلو سرچینو له قوله ویلی، چې محمد صادق ۲۰ ورځې وړاندې له دُبۍ قندهار ته راغلی و خو له سپین بولدک څخه قندهار ته له غځېدلې لارې تښتول شوی و.
راپور وایی، د نوموړی جسد او یوه اندازه پیسې د جمعې په ورځ د میوند ولسوالۍ په چشمه سیمه کې له یوې څاه تر لاسه شوی دی.
تر اوسه د دې قتل علت نه دی په ډاګه شوی او حکومتی ځایی سرچینو هم په دې تړاو څه نه دی ویلی.
که څه هم په هېواد کې د تودو جګړو اورونه مړه شوی، خو مرموزې وژنې او تښتونې لا هم روانې دی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.