په لغمان کې د ارشاد، حج او اوقافو ریاست د ملا امامانو پیسې په جیب وهلې دی

په لغمان کې د ارشاد، حج او اوقافو ریاست د ملا امامانو پیسې په جیب وهلې دی
راپور: نجیب الله ثاقب
د هېواد په ختیځ ولایت لغمان کې د ګهیځ موندنې ښیی چې د کورونا په تېر دور کې ددې ولایت د ارشاد، حج او اوقافو ریاست په هغو پیسو کې فساد کړی چې د لویو جوماتونو ملا امامانو ته ددې لپاره ځانګړې شوې وې تر څو خلکو ته په مساجدو کې له کورونا څخه د ځان ساتنې په اړه عامه پوهاوی ورکړی.
ګهیځ پدې تړاو دوه داسې لیستونه هم ترلاسه کړی چې په ظاهره دواړه د هغو امامانو نومونه دی چې پدې تړاو یې مرستې ترلاسه کړې، خو د دواړو لیستونو پرتله ښکاروی چې کوم لیست کابل ته وزارت ته لېږل شوی جعلی دی او وېشه د بل جوړ شوی لیست له مخې شوې ده.
د ګهیځ ټېم داسې اسناد ترلاسه کړی چې پلازمېنې کابل ته د لېږل شوی لیست له مخې د لغمان د حج او اوقافو ریاست، شا او خوا شپږ سوه ملا امامانو ته دا مرستې رسولې دی پداسې حال کې چې په لیست کې لیکل شوی ډېر نومونه او جوماتونه یې جعلی دی او هېڅ شتون نه لری.
د بېلګې په توګه په یاد لېست کې مولوی داد خدا د مرکز مهتر لام اړوند د تیرګړیو جومات امام ښودل شوی دی، په داسې حال کې چې د تیرګړیو د جومات امام رفیق الله نومېږی او نوموړی ګهېځ ته وایی چې د مولوی داد خدا په نوم دلته کوم امام نشته او له پنځو کلونو راهیسې دی خپله دلته امامت کوی.
مولوی رفیق الله وایی: “نوم مې رفیق الله دی، پنځه کاله کېږی دلته امام یم، د ملی او دینی وجیبې په توګه مې د کورونا څخه د مخنیوی لپاره خپلو خلکو ته لارښوونې کړې دی، خو نه چا راته سپارښتنه کړې او نه چا روپۍ راکړې دی.”
همدار نگه د باغ مرزا کلی د جامع جومات امام نور محمد نومېږی، خو د ارشاد، حج او اوقافو ریاست په خپل لېست کې ددې کلی امام عبدالمجید ښودلی، پداسې حال کې چې د کلی برحاله ملا امام نور محمد ګهیځ ته وویل: “نور محمد نومېږم، د باغ مرزا کلی امام یم، د کورونا د مخنیوی په پار مو خلکو ته لارښوونې کړې دی، دا زموږ دینی وجیبه ده، د حج ارشاد او اوقاف ریاست له برنامې، نه خبریم او نه یې روپۍ راکړې دی.” مولوی صیب نور محمد وایی چې د باغ مرزا قریې په پنځه جوماتونو کې د عبدالمجید په نوم هېڅ کس امام نشته.
همدارنګه مولوی مدثرشاه (۱۱) کاله کېږی چې د حېدرخانی قریې د جامع مسجد امام دی، خو په لېست کې یاد کلی ته منسوب امام مولوی فیض الرحمان ښودل شوی چې د قریې په څوارلسو مساجدو کې پیدا نشو، مولوی مدثرشاه وایی چې دی د باغ مرزا اوسېدونکی دی او یوولس کاله کېږی چې په حیدرخانې کې امام دی. نوموړی زیاتوی چې د کورونا د مخنیوی په اړه د عامه پوهای لپاره چا ورته سپارښتنه نده کړې او نه یې روپۍ ورکړې دی.
مولوی مدثرشاه او د یادې قریې ملک معلم نورالله وایی چې، مولوی فیض الرحمان د باغ مرزا هغه اوسېدونکی دی چې پنځه کاله وړاندې یې امامت پرې اېښی دی.
د ټلیفون جعلی شمېرې:
په یاد لېست کې د ټولو ملا امامانو او مفتیانو نوم، د پلار او نیکه نوم او تر څنګ یې، د ځینو د تذکرو او د اکثرو د ټلیفون شمېرې هم ذکر شوې دی، د ګهیځ خبریال هڅه وکړه تر څو د یادو ټلیفونی شمېرو له مخې له ځینو هغو امامانو سره اړیکه ونیسی چې د ارشاد حج او اوقافو وزارت ادعا لری چې پیسې یې ورکړې دی، خو ددې شمېرو له منځ نه ډېری شمېرې بېخی په مخابراتی سیسټم کې موجودې نه وې، ځینې شمېرې بندې وې او د یو شمېر فعالو شمېرو خاوندان اکثریت د نورو ولایاتو وګړی وو.
د بېلګې په توګه زین الله نومی شخص په لېست کې د شهرنو کلی امام معرفی شوی دی خو له نوموړی سره د ټلیفونی اړیکې په پایله کې هغه اقرار وکړ چې نوم یې زین الله دی خو وایی چې امام نه، بلکې ښوونکی دی او د ریاست له خوا پیسې نه دی ورکړل شوې.
د یاد لیست له یوې بلې شمېرې سره د ګهیځ خبریال اړیکه ټېنګه کړه چې د ریاست په لیست کې د لغمان ولایت د الیشنګ ولسوالۍ د غازی آباد کلی امام مولوی عبدالمالک ښودل شوی دی، خو د ټلیفونی اړیکې په ترڅ کې نوموړی وایی چې دی عبدالله نومېږی او د ننګرهار د ښېوې ولسوالۍ اوسېدونکی دی. نوموړی وایی چې:” وروره زه چوکېدار یم امام نه یم”.
په دغه لېست کې د ارشاد، حج او اوقافو ریاست ځینې رسمی مامورین هم شامل دی؛ لکه: قاری روح الله د عطاالله زوی چې د لېست په (۴۹۶) شمېره کې یې نوم دی، خو نوموړی یې نه منی چې پیسې دې یې اخیستی وی.
همدارنګه مولوی فیضان الله د بصرام کلی امام ښودل شوی دی حال دا چې نوموړی د ارشاد، حج او اوقافو ریاست رسمی مامور دی.
په ولسوالیو کې د ملا امامانو جعلی نومونه:
بل خواته د لغمان ولایت د پنځو ولسوالیو مدنی فعالان د ارشاد، حج او اوقافو ریاست دا ادعا ردوی چې کواګې د دوی د سیمې ملاامامانو ته دې یې روپۍ ورکړې وی. جابر الکوزی د علینګار د ځوانانو شورا رئیس، قاری محمود د دولت شاه ولسوالۍ مدنی فعال، دل آغا رحمانی د قرغیو ولسوالۍ د ځوانانو رئیس، ملک بمبار د بادپښ ولسوالۍ ملک او محمد موسی صافی د الیشنګ ولسوالۍ د ځوانانو سرپرست رئیس هغه مدنی فعالان دی چې، د ګهیځ خبریال ورسره اړیکه نیولې ده خو دوی ټولو د یاد ریاست خبرې رد کړې دی.
د الیشنګ ولسوالۍ مدنی فعال او د ځوانانو سرپرست رئیس موسی ساپی، په یاد لېست کې د خپلې ولسوالۍځینې نومونه راپه ګوته کوی چې دده په خبره عام کلیوال دی خو د الیشنګ ولسوالۍ د ارشاد، حج او اوقافو مدیر مولوی مقیم هغوی د خپلوۍ په اساس په دغه لېست کې شامل کړی دی، یاد اشخاص په لېست کې د بېلابېلو کلیو امامان ښودل شوی دی خو، موسی صافی یې هویت بل ډول ښیی:
۱- مولوی امان الله په لېست کې د کنجوڼ کلی امام ښودل شوی دی خو، د محمد موسی صافی په خبره نوموړی ملا نه دی
۲ – مولوی عبدالشکور د منجان کلی امام ښودل شوی خو نوموړی سپین ږیری سړی دی، د مدیر د عمه خاوند دی او امامت نلری.
۳- قاری رفیع الله د شمرام کلی امام ښودل شوی دی خو نوموړی په قرغیو کې ژوند کوی او له الیشنګ سره تړاو نه لری.
۴- مولوی عبدالحنان د شکرمان کلی امام ښودل شوی دی پداسې حال کې چې نوموړی یو سپین ږیری او ضعیف سړی دی چې په بستر پروت دی.
۵ – مولوی عبدالهادی چې د شمرام کلی امام ښودل شوی دی خو نوموړی په کابل کې ژوندی کوی او د مدیر خپل دی.
۶- مولوی عبدالله جان د شکرمان امام ښودل شوی دی خو نوموړی درې میاشتې کېږی چې مړ شوی دی پخوا په ښوونځی کې تحویل دار ؤ.
۷- مولوی نعیم الله د شکرمان امام ښودل شوی دی، خو د موسی په خبره، پایکوټ دی، کلی کې شولې بټۍ کوی، امام نه دی.
۸- مولوی لطیف الله د شکرمان امام ښودل شوی دی خو، د موسی په خبره یاد کس د ملی اردو سرباز دی، هرات کې دنده لری، کور یې کابل کې دی، لس کاله وړاندې له شکرمان څخه کډه شوی دی.
۹- مولوی عبدالوارث د قلعه ټک کلی امام ښودل شوی دی پداسې حال کې چې هلته بل څوک امام دی.
۱۰- مولوی احسان الله د شکرمان امام ښودل شوی دی خو نوموړی په ښوونځی کې ښوونکی دی او هېڅ امامت نلری.
۱۱- مولوی سمیع الله د شمرام امام ښودل شوی دی پداسې حال کې چې نوموړی امام نه دی.
۱۲- مولوی فیض الله د شکرمان امام ښودل شوی دی پداسې حال کې چې نوموړی په ایران کې کاروباری دی.
۱۳- مولوی عبدالقاهر د شمرام امام ښودل شوی دی اما شمرام کې په دې نوم هېڅ امام نشته.
۱۴- مولوی شمس الرحمان د هروړې کلی امام ښودل شوی دی په داسې حال کې چې یاد شخص په الیشنګ کې اوسېږی او د هروړې امام مولوی عزت نومېږی.
۱۵ – مولوی فضل الرحیم د شکرمان امام ښودل شوی دی خو یا د شخص څلور کاله وړاندې مړ شوی دی.
بل اړخ ته د لغمان ولایت په کچه د کورونا لپاره د ځانګړې شوې بودیجې د مصرف د نظارت کمېټې څخه یوه تن د نوم نه ښودلو په شرط ګهیځ ته وویل چې: “د حج او اوقافو ریاست د جوړ شوی پلان مطابق باید هر یوه دینی عالم ته (۱۰۰۰) افغانۍ ورکړل شوې وی خو دوی زموږ په نه شتون کې هر یوه ته(۵۰۰) افغانۍ ورکړې وې ځکه موږ بیا په دغه لېست کې د مصرف د تأیید امضا هم ونکړه.”
د حج او اوقافو ریاست بیا څه وایی؟
خو ددې ټولو سره بیا هم د لغمان ولایت د ارشاد، حج او اوقافو رئیس سید نجیب الله هاشمی بیا وایی چې د دوی د احصایې له مخې په ټول لغمان کې (۲۱۰۰) جوماتونه شتون لری او ممکن تر (۲۰۰) نور واړه مسجدونه هم شتون ولری کوم چې دوی ته معلوم نه دی.
نجیب الله هاشمی وایی چې د کورونا ویروس د مخنیوی په موخه د لغمان ولایت لپاره ټولې (۲۰) میلیونه افغانۍ ځانګړې شوې وې چې د هغې له جملې څخه یې (۵۰۰۰۰۰) افغانۍ د ارشادحج او اوقافو ریاست په واک کې ورکړل شوې تر څو یې په تبلیغاتو ولګوی.
نوموړی زیاتوی چې (۱۰۰۰) تنو ملا امامانو او خطیبانو ته یې د کورونا ویروس د مخنیوی په موخه په خپلو مربوطه مسجدونو کې خلکو ته د صحی لارښوونو د بیان په موخه د فی کس په سر (۵۰۰) افغانۍ ورکړې دی، خو په ورته وخت کې د مهترلام ښار د یو مشهور او تاریخی جامع جومات امام، د نوم نه ښودلو په شرط ګهیځ سره په مرکه کې دغه شمېره (۶۰) تنه ښیی.
نوموړی چې له یاد ریاست سره د امام په حیث رسمیات لری منی چې روپۍ یې اخیستی دی خو زر افغانۍ نه، بلکې ۵۰۰ افغانۍ ورکړل شوې دی.
دغه ملا امام وایی چې د ارشاد، حج او اوقافو ریاست لخوا یوازې شپېتو تنو امامانو ته پیسې ورکړل شوې چې فی نفر ته(۵۰۰) افغانۍ وې.
اما د لغمان د ارشاد حج او اوقافو رئیس سید نجیب الله هاشمی په هېڅ وجه دا نه منی چې کوم عالم دې له یادو روپیو بې برخې پاتې شوی وی. نوموړی وایی: “ددې خبرې هېڅ تصور نشی کېدای، هېڅ داسې عالم به پیدا نشی چې زموږ لخوا ورته روپۍ نه وی ورکړل شوې، بلکې موږ له خپلو شخصی امکاناتو هم ورسره مرسته کړې ده.”
دغه پروسه په الینګار، بادپښ او دولت شاه کې نه ده ترسره شوې، د الیشنګ ولسوالۍ د مرکزی جومات امام منی چې د ریاست لخوا علماوو ته سیمینارونه او نغدی مبلغ برابر شوی وو خو، وایی چې ما پکې ګډون نه درلوده او نه له دې خبر یم چې، څومره روپۍ فی نفر ته ورکړل شوې دی.
د قرغیو د مرکزی جومات امام هم منی چې، شاوخوا (۸۰) تنه علماوو ته هر نفر ته (۵۰۰) روپۍ ورکړل شوې دی. د ګهیځ د پلټنو په اساس په ټول لغمان کې (۱۴۰) تنه علماوو ته د فی کس په حساب (۵۰۰) افغانۍ ورکړل شوی دی، چې ټولې (۷۰۰۰۰) افغانۍ کېږی، د یاد ریاست د رئیس د ښودل شوی شمېر په اساس د (۸۶۰) علماوو حق خوړل شوی دی چې ټولې یې (۴۳۰۰۰۰) افغانۍ کېږی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.