معماری
خانه / فساد او د ګهیځ مبارزه / په لغمان کې د یوې کلیوالي شورا مشر راغلې مرستې په خپلو دوستانو وېشي

په لغمان کې د یوې کلیوالي شورا مشر راغلې مرستې په خپلو دوستانو وېشي

په لغمان کې د یوې کلیوالي شورا مشر راغلې مرستې په خپلو دوستانو وېشي

راپور: عبدالعزیز تلاش

د لغمان ولایت ولسي وګړي شکایت لري چې په یاد ولایت کې د کلیوالي شوراګانو مرستې مستحقو خلکو ته نه رسېږي او د دې شوراګانو غړي یې په خپلو خپلوانو وېشي.
د ګهیځ موندنې ښیي چې د لغمان ولایت مرکز اړوند د شهیدان بابا شورا له خوا د دولت او بېلابېلو مرسته کوونکو ادارو لخوا مرسته شوي خوراکي توکي، د غریبو او بېوزله کورنیو پر ځای د روابطو او خپلولۍ په اساس هغو کسانو ته ورکول کېږي چې بې وزله نه دي.
شاوخوا پنځوس کلن شربت کاکا د همدې سیمې اوسېدونکی دی، په خام کور کې ژوند کوي چې کور یې چهاردېوالي یا احاطه هم نه لري، دی وایي کار و بار نشته، ځمکه نه لرم او مرسته هم راسره نه ده شوې، زه نه پوهېږم چې دا مرستې چېرته ځي.
نوموړی زیاتوي چې: “مرستې باید غریبانو ته ورکړل شي، خان خو هسې نه هم خان دی، بېوزله خلک مرستو ته اړتیا لري باید ورته ورکړل شي.”
د همدي سیمې پنځه پنځوس کلن زبیر هم ورته شکایت لري او وایي: “مرستې راغلې خو موږ ته نه دي رسېدلې، ټولې غیر مستحقو کسانو ته ورکړل شوې، له مونږ نه یې تذکرې هم اخیستي خو مرستې یې موږ نه دي لیدلي ”
رومل هم هغه ځوان دی چې کور یې احاطه نه لري، سنګکاري یې نړېدلې خو پیسې ورسره نشته چې جوړه یې کړي، دی هم وایي چې موږ مرستې نه دي لیدلي، د شورا غړي خپله ځان ته او خپلو خپلوانو ته یې ورکوي.
دی زیاتوي چې: “شورا په خپله مرستې اخلي او موږ بېوزلو ته یې نه راکوي، مرستې خو ډېرې شوې خو موږ ته تراوسه چا نه دي راکړي.”
د رومل په څېر د دې سیمې لسګونه ځوانان مو وغږول د دوی ټولو غوښتنه همدا وه چې مرستې باید مستحقینو ته ورکړل شي، دوی ټینګار وکړ چې مرستې باید هغه چاته ورکړل شي چې نه دوکان ولري، نه موټر او ریګشاه ولري او نه ځمکه ولري، خو دلته برعکس غریبو ته مرسته نه ورکول کېږي.
د دې سیمې یوه کونډه اوسېدونکې وایي پنځه لورګانې او یو وړوکی زوی لري چې هغه هم کار نشي کولای، وس یې هم نه رسېږي چې په شخصي مکتب کې یې شامل کړي تر څو درس ووایي. دا هم وایي سره له دې چې مستحقه ده او دې مرستو ته ضرورت لري خو هېڅ ډول مرسته وسره نه ده شوې.
دغه کونډه وایي:” دې کلي ته ښه کومکونه وخت ناوخته راځي خو موږ ته یې څوک نه راکوي، مستحقه زه یمه، زما په څېر نورې کونډې مستحقې دي، چې نه ځمکه لرم او نه بل څه، آن د کور سرپرست هم نه لرم خو مرستې راځي د کلي مشران او ملکان یې خوري.”
دا زیاتوي چې واړه واړه ماشومان لري، خو نه د ژمې یوه جوړه کالي لري او نه هم یوه جوړه بوټان، نو ددې په خبره تر دې به بل څوک ډېر مستحق وي؟
په دې سیمه کې د شاوخوا شلو نورو کونډو او یتیمانو سره هم وغږیدلو، هغوی هم دې ته ورته خبرې کولې او ټینګار یې وکړ چې موږ مستحق یو باید موږ ته مرستې ورسېږي ځکه چې نه ځمکه لرو او نه هم د کور سرپرست لرو چې موږ ته نفقه پیدا کړي.
په همدې ډول د دې سیمې یو بل ځوان فیض الله بیا وایي چې موږ دا مسأله د شورا له غړو سره شریکه کړې، خو دوی موږ ته وایي چې تاسې په شورا کې نه یاست.
فیض الله زیاتوي چې: “موږ د شورا غړو ته ورغلي وو، د شورا څو تنه نور غړي هم راسره وو، هغوی موږ ته وویل چې تاسې په شورا کې نه یاست،په داسې حال کې چې کوم کسان چې په شورا کې دي، هغوی ځمکې هم لري او موږ چې په شورا کې ثبت نه یو هېڅ هم نه لرو، کار او کسب نشته ټوله ورځ لمر ته ناست یو. هغه خلک چې مستحق نه دي هغوی ته مرستې ورکوي او موږ ته نه راکوي.”
د گهیځ خبریال بیا له هغو کسانو سره هم وغږیدلو چې د شورا غړیتوب لري، د مرستو مستحق دي خو مرستې ورته نه دي ورکول شوي؛ د دې سیمې یو تن ځوان اوسېدونکی امتیاز د شورا غړیتوب لري دی وایي، مرستې د مشرانو له خوا مستحقو کسانو ته نه ورکول کېږي.
دی زیاتوي: ” د ولسي تړون او شورا له لوري څو څو ځلي د دوی تذکرې اخیستل شوې خو مرسته چا ورسره نه ده کړې.”
امتیاز وایي چې دوی له مرستو بېخي نه خبریږي، د شورا کسان خپل زامن، وروڼه، د کاکا او ماما زامنو ته دا مرستې ورکوي او یا ټول خپله اخلي نور غریب او بیچاره خلک بېخي ترې نه خبریږي.
بشیر احمد کاکا هم د شورا غړی دی، نه ځمکه لري، نه موټر او نه دوکان یو غریبکار سړی دی، دی هم وایي چې له ما سره هېڅ ډول مرسته نه ده شوې.
احمد کاکا چې تقریباً شپیته کاله عمر لري او د شورا غړی هم دی، هیڅ ډول مرسته ورته نه ده رسیدلې.
دی وایې: “زماسره بېخي مرسته نه ده شوې، ځمکه نه لرو، دوکان نه لرو، ریګشاه نه لرو، یوازې یو کور مو دی چې اوسېږو په کې نور کاروبار نشته، د مرستو مستحق یم خو هېڅ هم نه دي راکړل شوي. کومک هغه چاته ورکوي چې موټر هم لري ریګشاه هم لري او ځمکه هم لري. ”
موږ له لسګونه همداسې نورو کسانو سره هم وغږېدلو او د هغوی د کور حالات مو وکتل چې د شورا غړیتوب لري او رښتیا هم د مرستو مستحق دي خو دوی وایي چې هېڅ ډول مرسته ورسره نه ده شوې.
دغه مرستې چې بیوزلو ته نه ورکول کېږي نو چیرته ځي؟
د دې سیمې یو تن ټولنیز فعال احمدشاه شیرزی بیا وایي، هغه کومکونه چې د دولت او نورو ادارو له خوا ترسره شوي دېرش سلنه یې هم اړمنو ته نه دي رسېدلي. دی وایي زیاتره مرستې د کلي مشران او هغه کسان چې د شورا په رأس کې قرار لري اخلي او زیاتره برخه د دې مرستو دوی خپلو خپلوانو ته هم ورکوي.
نوموړی زیاتوي چې په دغه سیمه کې چې کومې مرستې شوې دېرش فیصده یې اړمنو ته نه دي رسېدلې، د شورا مشران او د دوی خپلو خپلوانو ته دا مرستې ورکول کېږي او اړمن کسان پاتې دي.”
د دې کلي ملک تواب ابراهیم خېل وایي چې په دې کلي کې تقریباً زر کورونه ژوند کوي، چې یوازې درې سوه او درې کورنۍ په دې شورا کې ثبت دي، شاوخوا دوه سوه داسې نورې کورنۍ دلته شته چې د مرستو مستحق دي خو دا چې شورا کې ثبت نه دي نو مرستې هم ورته نه ورکول کېږي.
ملک تواب زیاتوي چې: “زه څو ځلي د شورا له رئیس سره د دغو کسانو په اړه وغږېدلم چې په شورا کې ثبت نه دي، ځکه دوی نه ځمکه لري، نه موټر او نه کوم بل کاروبار لري او مرستې هم ورته نه ورکول کېږي، خو د شورا رئیس راته وویل زه یوازې د شورا غړو ته مرستې ورکوم او نور چې شورا کې ثبت نه دي مرستې ورته نه شم ورکولی.”
ملک تواب زیاتوي چې د شورا پر غړیتوب لرونکو کسانو هم دا مرستې په صادقانه ډول نه وېشل کېږي. دی وایي هغه کسان چې د شورا غړیتوب هم لري او مستحقین دي خو مرستې ورته نه ورکول کېږي.”
دی زیاتوي چې: “مرستې د شورا له خوا د روابطو او ډلبازۍ په اساس وېشل کېږي چې سبا ورسره دغه مرسته اخیستونکي ودریږي او همکاري ورسره وکړي. دا مرستې د دې لپاره ورکوي چې په پارټ بازۍکې ورسره ودریږي، دا مرستې یې د دې لپاره نه دي ورکړې چې دا خوار دي او یا دا غریب دي.”
بل خوا د شورا رئیس ملک عبدالشکور وایي په تېر یوه کال کې یې نېږدې دوه سوه کسانو ته مرستې ورکړې چې دا مرستې د مختلفو ادارو له لوري دوی ته ورکړل شوې وې.
د ملک عبدالشکور نه مو د ټولو مرسته اخیستونکو کسانو لیست وغوښت خو هغه راته یوازې د یوویشتو کسانو لیست راکړ چې د مختلفو دولتي ادارو له لوري له دوی سره مرستې شوې وې.
دغه لیست مو د دې سیمې له یو شمېر فعالانو سره هم شریک کړ، په دغه لیست کې نهه داسې کسان دي چې ځمکه لري، موټر لري، ریګشاه لري، دوکان لري، دولتي وظیفه لري او کاروبار یې جوړ دی.
دغه فعالین وایي دغو کسانو ته دا مرستې د خپلوي او روابطو په اساس د شورا مسؤولینو ورکړې دي.
دغه لیست مو ملک تواب ته هم وښود، هغه هم وویل دا هغه کسان دي چې کاروبار یې جوړ دی او دغه کسان مستحقین نه دي، دا مرستې باید کونډو یتیمانو او اصلي مستحقینو ته ورکړل شي.
بل خوا د شورا رئیس وایي هغه کسان چې په شورا کې له ما سره ثبت نه دي، زه یې مسؤولیت نه لرم او نه هم زه ورسره مرسته کولای شم، هغه که مستحق وي یا نه وي. دی وایي دولت او نورې ادارې دې له دوی سره مرسته وکړي.
خو دی دا هم نه مني چې مرستې مستحقینو ته نه رسېږي، دی وایي چې موږ ټولې مرستې د پنځلسو نماینده ګانو په واسطه چې په دې کلي کې دي اړمنو کسانو ته ورکوو.
ملک عبدالشکور زیاتوي چې کله دوی ته مرستې راځي، داسې کسان هم ورته زنګ وهي چې قطعاً مستحق نه دي، خو دده په خبره، دی ورته یادونه کوي چې دا لیست د غریبانو دی.
دی زیاتوي:” موږ د روابطو،انډیوالۍ او خپلوۍ په اساس مرستې چاته نه ورکوو، خو هغه کسان چې په شورا کې ثبت نه دي هغوی ته مو تراوسه هېڅ هم نه دي ورکړي او مسؤولیت یې هم نه لرم، له دې وروسته یې که امکان درلود همکاري ورسره کوم.”
بل اړخ ته د همدې شورا دوو تنو کلیدي غړو د نوم نه ښودلو په شرط وویل چې کله مرستې راځي شاوخوا لسو کسانو ته وي په دې کې هر ځل یوه برخه د شورا رئیس اخلي او پاتې نهه برخې په همدې پنځلس نماینده ګانو باندې وېشل کېږي.
دا مسأله مو د کلیو پراختیا ریاست له رئیس مجیب الرحمن ضیاء سره شریکه کړه، هغه وویل چې دې شورا کې له دوی سره درې سوه اتلس کورنۍ ثبت دي خو د شورا رئیس او د کلي ملک بیا وایي چې په دې شورا کې درې سوه او درې کورنۍ ثبت دي.
هغه په دې اړه وویل تراوسه موږ ته چا داسې کوم شکایت نه دی کړی او نه موږ داسې کوم څه لیدلي.
د کلیو او پراختیا رئیس نه مو د هغو کسانو لیست وغوښت چې د دوی له لوري ورسره مرسته شوې خو ویې ویل چې تراوسه د لیست په چمتو کولو نه دي بریالي شوي.
بیا مو له ښاغلي ضیاء سره هغه لیست شریک کړ چې د شورا رئیس د ګهیځ خبریال ته ورکړی ؤ او په یوویشتو کسانو کې نهه تنه مستحقین نه وو، ضیاء په دې اړه وویل چې: ” دا مرستې زموږ د ادارې له لوري نه دي ترسره شوې دا د شورا خپل کار دی. ”
د لغمان د کلیو او پراختیا رئیس وایي چې په دې اړه دوی مسؤولیت نه مني او دی د خپلې ادارې د مرستو په اړه ډاډ ورکوي چې مستحقو کسانو ته ورکړل شوې دي.
دی وایي که چېرته تاسې هر ځای کې داسې یوه موضوع تثبیت کړئ موږ یې ځواب ګوی یو.
خو ددې ټولو سره سره د شورا رئیس وایي چې په تېر یوه کال کې یې نږدې دوه سوه کورنیو ته د مختلفو دولتي او غیر دولتي ادارو له لوري شوې مرستې ورکړې دي، خو د دغو کسانو لیست نه لري او یوازې د شلو تنو مرسته اخیستونکو لیست یې د ګهیځ خبریال ته ورکړ چې نهه تنه په کې مستحقین نه دي.
اما د سیمې غریب، بېوزله،مدني او ټولنیز فعالین، د شورا کلیدي غړي او د کلي ملک وایي چې ټولې مرستې د روابطو، انډیوالۍ او خپلوۍ په اساس وېشل کېږي نه بېوزلو او مستحقینو ته.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس