په لغمان کې د یوې کلیوالی شورا مشر راغلې مرستې په خپلو دوستانو وېشی

په لغمان کې د یوې کلیوالی شورا مشر راغلې مرستې په خپلو دوستانو وېشی

راپور: عبدالعزیز تلاش

د لغمان ولایت ولسی وګړی شکایت لری چې په یاد ولایت کې د کلیوالی شوراګانو مرستې مستحقو خلکو ته نه رسېږی او د دې شوراګانو غړی یې په خپلو خپلوانو وېشی.
د ګهیځ موندنې ښیی چې د لغمان ولایت مرکز اړوند د شهیدان بابا شورا له خوا د دولت او بېلابېلو مرسته کوونکو ادارو لخوا مرسته شوی خوراکی توکی، د غریبو او بېوزله کورنیو پر ځای د روابطو او خپلولۍ په اساس هغو کسانو ته ورکول کېږی چې بې وزله نه دی.
شاوخوا پنځوس کلن شربت کاکا د همدې سیمې اوسېدونکی دی، په خام کور کې ژوند کوی چې کور یې چهاردېوالی یا احاطه هم نه لری، دی وایی کار و بار نشته، ځمکه نه لرم او مرسته هم راسره نه ده شوې، زه نه پوهېږم چې دا مرستې چېرته ځی.
نوموړی زیاتوی چې: “مرستې باید غریبانو ته ورکړل شی، خان خو هسې نه هم خان دی، بېوزله خلک مرستو ته اړتیا لری باید ورته ورکړل شی.”
د همدی سیمې پنځه پنځوس کلن زبیر هم ورته شکایت لری او وایی: “مرستې راغلې خو موږ ته نه دی رسېدلې، ټولې غیر مستحقو کسانو ته ورکړل شوې، له مونږ نه یې تذکرې هم اخیستی خو مرستې یې موږ نه دی لیدلی ”
رومل هم هغه ځوان دی چې کور یې احاطه نه لری، سنګکاری یې نړېدلې خو پیسې ورسره نشته چې جوړه یې کړی، دی هم وایی چې موږ مرستې نه دی لیدلی، د شورا غړی خپله ځان ته او خپلو خپلوانو ته یې ورکوی.
دی زیاتوی چې: “شورا په خپله مرستې اخلی او موږ بېوزلو ته یې نه راکوی، مرستې خو ډېرې شوې خو موږ ته تراوسه چا نه دی راکړی.”
د رومل په څېر د دې سیمې لسګونه ځوانان مو وغږول د دوی ټولو غوښتنه همدا وه چې مرستې باید مستحقینو ته ورکړل شی، دوی ټینګار وکړ چې مرستې باید هغه چاته ورکړل شی چې نه دوکان ولری، نه موټر او ریګشاه ولری او نه ځمکه ولری، خو دلته برعکس غریبو ته مرسته نه ورکول کېږی.
د دې سیمې یوه کونډه اوسېدونکې وایی پنځه لورګانې او یو وړوکی زوی لری چې هغه هم کار نشی کولای، وس یې هم نه رسېږی چې په شخصی مکتب کې یې شامل کړی تر څو درس ووایی. دا هم وایی سره له دې چې مستحقه ده او دې مرستو ته ضرورت لری خو هېڅ ډول مرسته وسره نه ده شوې.
دغه کونډه وایی:” دې کلی ته ښه کومکونه وخت ناوخته راځی خو موږ ته یې څوک نه راکوی، مستحقه زه یمه، زما په څېر نورې کونډې مستحقې دی، چې نه ځمکه لرم او نه بل څه، آن د کور سرپرست هم نه لرم خو مرستې راځی د کلی مشران او ملکان یې خوری.”
دا زیاتوی چې واړه واړه ماشومان لری، خو نه د ژمې یوه جوړه کالی لری او نه هم یوه جوړه بوټان، نو ددې په خبره تر دې به بل څوک ډېر مستحق وی؟
په دې سیمه کې د شاوخوا شلو نورو کونډو او یتیمانو سره هم وغږیدلو، هغوی هم دې ته ورته خبرې کولې او ټینګار یې وکړ چې موږ مستحق یو باید موږ ته مرستې ورسېږی ځکه چې نه ځمکه لرو او نه هم د کور سرپرست لرو چې موږ ته نفقه پیدا کړی.
په همدې ډول د دې سیمې یو بل ځوان فیض الله بیا وایی چې موږ دا مسأله د شورا له غړو سره شریکه کړې، خو دوی موږ ته وایی چې تاسې په شورا کې نه یاست.
فیض الله زیاتوی چې: “موږ د شورا غړو ته ورغلی وو، د شورا څو تنه نور غړی هم راسره وو، هغوی موږ ته وویل چې تاسې په شورا کې نه یاست،په داسې حال کې چې کوم کسان چې په شورا کې دی، هغوی ځمکې هم لری او موږ چې په شورا کې ثبت نه یو هېڅ هم نه لرو، کار او کسب نشته ټوله ورځ لمر ته ناست یو. هغه خلک چې مستحق نه دی هغوی ته مرستې ورکوی او موږ ته نه راکوی.”
د گهیځ خبریال بیا له هغو کسانو سره هم وغږیدلو چې د شورا غړیتوب لری، د مرستو مستحق دی خو مرستې ورته نه دی ورکول شوی؛ د دې سیمې یو تن ځوان اوسېدونکی امتیاز د شورا غړیتوب لری دی وایی، مرستې د مشرانو له خوا مستحقو کسانو ته نه ورکول کېږی.
دی زیاتوی: ” د ولسی تړون او شورا له لوری څو څو ځلی د دوی تذکرې اخیستل شوې خو مرسته چا ورسره نه ده کړې.”
امتیاز وایی چې دوی له مرستو بېخی نه خبریږی، د شورا کسان خپل زامن، وروڼه، د کاکا او ماما زامنو ته دا مرستې ورکوی او یا ټول خپله اخلی نور غریب او بیچاره خلک بېخی ترې نه خبریږی.
بشیر احمد کاکا هم د شورا غړی دی، نه ځمکه لری، نه موټر او نه دوکان یو غریبکار سړی دی، دی هم وایی چې له ما سره هېڅ ډول مرسته نه ده شوې.
احمد کاکا چې تقریباً شپیته کاله عمر لری او د شورا غړی هم دی، هیڅ ډول مرسته ورته نه ده رسیدلې.
دی وایې: “زماسره بېخی مرسته نه ده شوې، ځمکه نه لرو، دوکان نه لرو، ریګشاه نه لرو، یوازې یو کور مو دی چې اوسېږو په کې نور کاروبار نشته، د مرستو مستحق یم خو هېڅ هم نه دی راکړل شوی. کومک هغه چاته ورکوی چې موټر هم لری ریګشاه هم لری او ځمکه هم لری. ”
موږ له لسګونه همداسې نورو کسانو سره هم وغږېدلو او د هغوی د کور حالات مو وکتل چې د شورا غړیتوب لری او رښتیا هم د مرستو مستحق دی خو دوی وایی چې هېڅ ډول مرسته ورسره نه ده شوې.
دغه مرستې چې بیوزلو ته نه ورکول کېږی نو چیرته ځی؟
د دې سیمې یو تن ټولنیز فعال احمدشاه شیرزی بیا وایی، هغه کومکونه چې د دولت او نورو ادارو له خوا ترسره شوی دېرش سلنه یې هم اړمنو ته نه دی رسېدلی. دی وایی زیاتره مرستې د کلی مشران او هغه کسان چې د شورا په رأس کې قرار لری اخلی او زیاتره برخه د دې مرستو دوی خپلو خپلوانو ته هم ورکوی.
نوموړی زیاتوی چې په دغه سیمه کې چې کومې مرستې شوې دېرش فیصده یې اړمنو ته نه دی رسېدلې، د شورا مشران او د دوی خپلو خپلوانو ته دا مرستې ورکول کېږی او اړمن کسان پاتې دی.”
د دې کلی ملک تواب ابراهیم خېل وایی چې په دې کلی کې تقریباً زر کورونه ژوند کوی، چې یوازې درې سوه او درې کورنۍ په دې شورا کې ثبت دی، شاوخوا دوه سوه داسې نورې کورنۍ دلته شته چې د مرستو مستحق دی خو دا چې شورا کې ثبت نه دی نو مرستې هم ورته نه ورکول کېږی.
ملک تواب زیاتوی چې: “زه څو ځلی د شورا له رئیس سره د دغو کسانو په اړه وغږېدلم چې په شورا کې ثبت نه دی، ځکه دوی نه ځمکه لری، نه موټر او نه کوم بل کاروبار لری او مرستې هم ورته نه ورکول کېږی، خو د شورا رئیس راته وویل زه یوازې د شورا غړو ته مرستې ورکوم او نور چې شورا کې ثبت نه دی مرستې ورته نه شم ورکولی.”
ملک تواب زیاتوی چې د شورا پر غړیتوب لرونکو کسانو هم دا مرستې په صادقانه ډول نه وېشل کېږی. دی وایی هغه کسان چې د شورا غړیتوب هم لری او مستحقین دی خو مرستې ورته نه ورکول کېږی.”
دی زیاتوی چې: “مرستې د شورا له خوا د روابطو او ډلبازۍ په اساس وېشل کېږی چې سبا ورسره دغه مرسته اخیستونکی ودریږی او همکاری ورسره وکړی. دا مرستې د دې لپاره ورکوی چې په پارټ بازۍکې ورسره ودریږی، دا مرستې یې د دې لپاره نه دی ورکړې چې دا خوار دی او یا دا غریب دی.”
بل خوا د شورا رئیس ملک عبدالشکور وایی په تېر یوه کال کې یې نېږدې دوه سوه کسانو ته مرستې ورکړې چې دا مرستې د مختلفو ادارو له لوری دوی ته ورکړل شوې وې.
د ملک عبدالشکور نه مو د ټولو مرسته اخیستونکو کسانو لیست وغوښت خو هغه راته یوازې د یوویشتو کسانو لیست راکړ چې د مختلفو دولتی ادارو له لوری له دوی سره مرستې شوې وې.
دغه لیست مو د دې سیمې له یو شمېر فعالانو سره هم شریک کړ، په دغه لیست کې نهه داسې کسان دی چې ځمکه لری، موټر لری، ریګشاه لری، دوکان لری، دولتی وظیفه لری او کاروبار یې جوړ دی.
دغه فعالین وایی دغو کسانو ته دا مرستې د خپلوی او روابطو په اساس د شورا مسؤولینو ورکړې دی.
دغه لیست مو ملک تواب ته هم وښود، هغه هم وویل دا هغه کسان دی چې کاروبار یې جوړ دی او دغه کسان مستحقین نه دی، دا مرستې باید کونډو یتیمانو او اصلی مستحقینو ته ورکړل شی.
بل خوا د شورا رئیس وایی هغه کسان چې په شورا کې له ما سره ثبت نه دی، زه یې مسؤولیت نه لرم او نه هم زه ورسره مرسته کولای شم، هغه که مستحق وی یا نه وی. دی وایی دولت او نورې ادارې دې له دوی سره مرسته وکړی.
خو دی دا هم نه منی چې مرستې مستحقینو ته نه رسېږی، دی وایی چې موږ ټولې مرستې د پنځلسو نماینده ګانو په واسطه چې په دې کلی کې دی اړمنو کسانو ته ورکوو.
ملک عبدالشکور زیاتوی چې کله دوی ته مرستې راځی، داسې کسان هم ورته زنګ وهی چې قطعاً مستحق نه دی، خو دده په خبره، دی ورته یادونه کوی چې دا لیست د غریبانو دی.
دی زیاتوی:” موږ د روابطو،انډیوالۍ او خپلوۍ په اساس مرستې چاته نه ورکوو، خو هغه کسان چې په شورا کې ثبت نه دی هغوی ته مو تراوسه هېڅ هم نه دی ورکړی او مسؤولیت یې هم نه لرم، له دې وروسته یې که امکان درلود همکاری ورسره کوم.”
بل اړخ ته د همدې شورا دوو تنو کلیدی غړو د نوم نه ښودلو په شرط وویل چې کله مرستې راځی شاوخوا لسو کسانو ته وی په دې کې هر ځل یوه برخه د شورا رئیس اخلی او پاتې نهه برخې په همدې پنځلس نماینده ګانو باندې وېشل کېږی.
دا مسأله مو د کلیو پراختیا ریاست له رئیس مجیب الرحمن ضیاء سره شریکه کړه، هغه وویل چې دې شورا کې له دوی سره درې سوه اتلس کورنۍ ثبت دی خو د شورا رئیس او د کلی ملک بیا وایی چې په دې شورا کې درې سوه او درې کورنۍ ثبت دی.
هغه په دې اړه وویل تراوسه موږ ته چا داسې کوم شکایت نه دی کړی او نه موږ داسې کوم څه لیدلی.
د کلیو او پراختیا رئیس نه مو د هغو کسانو لیست وغوښت چې د دوی له لوری ورسره مرسته شوې خو ویې ویل چې تراوسه د لیست په چمتو کولو نه دی بریالی شوی.
بیا مو له ښاغلی ضیاء سره هغه لیست شریک کړ چې د شورا رئیس د ګهیځ خبریال ته ورکړی ؤ او په یوویشتو کسانو کې نهه تنه مستحقین نه وو، ضیاء په دې اړه وویل چې: ” دا مرستې زموږ د ادارې له لوری نه دی ترسره شوې دا د شورا خپل کار دی. ”
د لغمان د کلیو او پراختیا رئیس وایی چې په دې اړه دوی مسؤولیت نه منی او دی د خپلې ادارې د مرستو په اړه ډاډ ورکوی چې مستحقو کسانو ته ورکړل شوې دی.
دی وایی که چېرته تاسې هر ځای کې داسې یوه موضوع تثبیت کړئ موږ یې ځواب ګوی یو.
خو ددې ټولو سره سره د شورا رئیس وایی چې په تېر یوه کال کې یې نږدې دوه سوه کورنیو ته د مختلفو دولتی او غیر دولتی ادارو له لوری شوې مرستې ورکړې دی، خو د دغو کسانو لیست نه لری او یوازې د شلو تنو مرسته اخیستونکو لیست یې د ګهیځ خبریال ته ورکړ چې نهه تنه په کې مستحقین نه دی.
اما د سیمې غریب، بېوزله،مدنی او ټولنیز فعالین، د شورا کلیدی غړی او د کلی ملک وایی چې ټولې مرستې د روابطو، انډیوالۍ او خپلوۍ په اساس وېشل کېږی نه بېوزلو او مستحقینو ته.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.