په لغمان کې سړې خونې د پیسو په بدل کې زور واکو او ملکانو ته ورکړل شوې دی
راپور: شیبه باور
دلغمان ولایت یو شمېر بزګر او د ځمکو خاوندان چې د دوی په وینا زور او واسطه نه لری، ددې ولایت د کرهنې او مالدارۍ ریاست تورنوی چې د پیازو د حاصلاتو لپاره یې جوړې کړې سړې خونې ټولې زور واکو ته ورکړې دی.
د ۱۳۹۹ لمریز کال د عقرب په میاشت کې د لغمان ولایت د کرهنې او مالدراۍ ریاست له خوا د پیازو لپاره د سړو خونو د جوړولو کار پیل شو چې د کرهنې او مالدارۍ د رئیس ښاغلی جمیل خوشحال په وینا پدې لړ کې ۱۲۰ سړې خونې د مهترلام په ګډون د قرغیو، الیشنګ او الینګار په ولسوالیو کې جوړې شوې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی.
د لغمان ولایت د کرهنې د رئیس په وینا په۱۳۹۸ لمریز کال کې هم ۲۶ سړې خونې جوړې شوې دی او زیاته یې کړه چې دوی پلان لری تر څو دا سړې خونې تر دې هم زیاتې کړی او ۲۵۰نورې هم جوړې کړی.
بل خوا د چارو څارونکی او پوهان وایی چې د هرې سړې خونې پر جوړونه تر ۱۵۰ زره افغانیو پورې لګښت راځی.خو په ورته وخت کې بیا د لغمان ولایت ځینې بزګر او کروندګر بیا شکایت لری چې دا سړې خونې مستحقو بزګرانو ته ندی ورکړل شوې او یوازې د کلیو ملکانو او مخورو ترې ګټه پورته کړې.
عبدالباری یو تن له دغه بزګرانو څخه دی چې وایی د سړو خونو له پروسې بېخې خبر هم ندی. نوموړی وایی:” زما ځمکې په نانکزیو کلی کې دی او زه دومره خبر لرمه چې سړې خونې جوړې شوې دی، مګر مونږ ته یې د وېش معلومات چا ندی راکړی.”
عبدالباری زیاتوی چې : “زمونږ د کلی یو تن زورواکی معلم عزت الله په خپله ځمکه کې دا سړه خونه جوړه کړې ده.”
په داسې حال کې چې سړې خونې باید په یوه کلی کې د ټولو بزګرانو لپاره وی، خو دلته یو شمېر بزرګران وایی چې دوی ددې سړو خونو له لیست څخه غورځول شوی دی.
د ارمل کلی یو تن بزګر امیدالله خان پدې هکله وویل: “دا سړې خونې هغو کسانو ته ورکړل شوې چې زور او زر لری، زمونږ د کلی ملک دا سړې خونې په خپل باغ کې لګولې خو مونږ چې دلته ځمکې هم لرو، مونږ ته چا ندی راکړې.”
صمیم د الیشنګ ولسوالۍ یو تن بزګر هم پدې اړه وایی: “دا سړې خونې د پیسو والاوو لپاره دی، او هغوی خپل ځانونو ته دا سهولت برابر کړی، حکومت له فساد نه ډک دی هر څوک چې پیسې ولری هغه مخکې دی.”
همدارنګه د الینګار یو تن بزګر د نوم نه خپرولو په شرط وایی: “زمونږ د کلی زورواکان د طالبانو په بهانه کولو سره سړې خونې په خپله شخصی ځمکه کې جوړې کړې او وخت ناوخته حتا له مونږ نه هم باج اخلی.”
د علی خېلو کلی یو تن بل بزګر چې ځان د بابر په نامه را پېژنی وایی چې زمونږ د کلی د دهقانانو مشر، ملک نور آغا په خپله شخصی ځمکه کې دا سړه خونه جوړه کړې او لدې هم خبر لرو چې د قرغیو په ولسوالۍ کې هم د کلی ملکانو سړې خونې ځان ته شخصی جوړې کړې دی.
نوموړی وایې: “مونږ اته جریبه ځمکه لرو او په څلورو جریبو کې پیاز کرو، څو ځلی مو مرکز ته مراجعه کړې، مګر مونږ ته ویل شوی چې پروسه ختمه شوې حال دا چې زمونږ د کلی ملک هم په هماغه وخت کې اخیستې وه.”
عزیز یو بل تن بزګر دی چې په نانکزیو کلی کې خپلې ځمکې لری، هغه وایی: “زه شپږ جریبه ځمکه لرم، خپله څو ځلی ورغلی یم خو چا زمونږ غوښتنو ته پاملرنه نده کړې، زمونږ د کلی ملک د پیسو په ورکولو سره سړه خونه ځان ته اخیستې ده.”
خو دا چې ولې د خلکو د ادعاوو او شکایتونو له مخې دا سړې خونې ځانګړو اشخاصو او په تېره بیا خانانو او ملکانو ته ورکړل شوې دی، په اړه یې د لغمان د کرهنې رئیس ښاغلی جمیل خوشحال وویل: “دا سړې خونې خپل شرایط لری، هغه کسان چې په دې شرایطو برابر وی مونږ هغو ته ورکړې دی.”
د لغمان ولایت د کرهنی رئیس دا شرایط پدې توګه را په ګوته کوی: “د سړې خونې لپاره باید ځمکه هوا داره وی ځکه دا سړې خونې دی نو باید چې هوا ورباندې ولګېږی تر څو پیاز خراب نشی.”
همدارنګه ښاغلی خوشحال ددې پوښتنې په ځواب کې چې ولې سړې خونې ټولې خانانو او ملکانو ته وېشل شوې او عام بزګر ترې محروم دی؟ وویل: “د بزګرانو شمېر زیات دی او د سړو خونو تعداد کم دی، نو ځکه ټولو ته نه رسېږی.”
خو دا چې د سړو خونو شمېر کم دی نو بیا ولې په هغو کسانو کې چې سړې خونې یې ترلاسه کړې، یو هم عادی بزرګر ندی، او ټول ملکان دی؟ ښاغلی خوشحال یې په اړه وایی: “زمونږ اړیکې د کلی له ملکانو سره دی، او مونږ دا سړې خونې د ملکانو په لاس وېشو نو چې ملک یې ځانته اخلی، پدې برخه مونږ مسؤول نه یو.”
خو کلیوال خلک او بزګران بیا دا ادعا لری، چې دلته فساد شته دی او د کلیو ملکان او خانان د پیسو او رشوت په ورکولو سره دا سړې خونې په خپلو شخصی باغونو او ځمکو کې جوړوی.
اما د لغمان ولایت د کرهنې رئیس جمیل خوشحال پدې اړه وایی: “هر چاته چې څه شی ونه رسېږی نو داسې ادعاوې کوی، که چېرې د کرهنې ریاست کې چا فساد پیدا کړ، نو زه انعام ورکوم.”
که څه هم عامه خدمتونه د ټولو خلکو لپاره باید یو شان وی، خو په افغانستان کې د نا امنیو د زیاتېدو له امله، فساد هم زور اخیستی، او دا یوازې د لغمان د کرهنې ریاست ندی چې په عامه خدمتونو کې پراخ فساد شتون لری، ډېرې نورې ولایتی ادارې هم د فساد د شتون له امله عامو وګړیو ته ستونزې جوړوی.
گهیځ