معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / په لومړي ځل افغانستان د نفتو استخراج کوونکی او تولیدوونکی هېواد شو

په لومړي ځل افغانستان د نفتو استخراج کوونکی او تولیدوونکی هېواد شو

کابل-ګهیځ نیوز(د جوزا ۹مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کانونو او پټرولیم وزارت مسوولین وايي، د قشقري د ۶۰ زره ټنه خام نفتو د پلور لپاره، بولۍ ترسره شوه.

یاده اندازه خام نفت چې ټولیز ارزښت یې، له ۳۰ میلیونه ډالرو څخه زیات دی، داوطلبۍ کې له نورو ګډونوالو شرکتونو څخه د یما پټرولیم شرکت مسوولینو په لوړ قیمت وپېره.

د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر د قشقرې د خام نفتو د پلور داوطلبۍ په مراسمو کې ویلي، دا لومړی ځل دی چې افغانستان د نفتو استخراج کوونکی او تولیدوونکی هېواد شو.

نوموړي زیاته کړې، چې یما پټرولیم شرکت د قشقري د خامو ۶۰ زره ټنه نفتو په داوطلبۍ کې له نورو ګډونوالو شرکتونو څخه په لوړه بیه یاده اندازه نفت وپېرل.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس