په لومړی ځل افغانستان د نفتو استخراج کوونکی او تولیدوونکی هېواد شو

کابل-ګهیځ نیوز(د جوزا ۹مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کانونو او پټرولیم وزارت مسوولین وایی، د قشقری د ۶۰ زره ټنه خام نفتو د پلور لپاره، بولۍ ترسره شوه.

یاده اندازه خام نفت چې ټولیز ارزښت یې، له ۳۰ میلیونه ډالرو څخه زیات دی، داوطلبۍ کې له نورو ګډونوالو شرکتونو څخه د یما پټرولیم شرکت مسوولینو په لوړ قیمت وپېره.

د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر د قشقرې د خام نفتو د پلور داوطلبۍ په مراسمو کې ویلی، دا لومړی ځل دی چې افغانستان د نفتو استخراج کوونکی او تولیدوونکی هېواد شو.

نوموړی زیاته کړې، چې یما پټرولیم شرکت د قشقری د خامو ۶۰ زره ټنه نفتو په داوطلبۍ کې له نورو ګډونوالو شرکتونو څخه په لوړه بیه یاده اندازه نفت وپېرل.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.