معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / په لومړي ځل افغان پلاوی د اقلیم بدلون کنفرانس کې د ګډون لپاره اذربایجان ته تللی

په لومړي ځل افغان پلاوی د اقلیم بدلون کنفرانس کې د ګډون لپاره اذربایجان ته تللی

کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۲۰ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ‏د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د رییس په مشرۍ د افغان حکومت تخنیکي پلاوی د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون کنفرانس کې د ګډون لپاره د اذربایجان پلازمینې باکو ته تللی.

د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون ۲۹مه غونډه به سبا دوشنبه د نومبر په ۱۱مه پیل شي.

افغانستان د اقلیمي بدلون له پلوه په نړیواله کچه شپږم اغېزمن هېواد دی.

د اوسني حکومت له راتګ وروسته دا لومړی ځل دی، چې افغان پلاوي ته د اقلیمي بدلون نړیوال کنفرانس کې د ګډون بلنه ورکول کیږي.

افغان پلاوی به دې کنفرانس کې د چاپېریال ساتنې او اقلیمي بدلون برخه کې نړیوالو سره د همکارۍ د پیاوړتیا، د اقلیمي بدلون برخه کې موجوده مالي میکانیزمونو ته د افغانستان لاسرسي او اقلیمي بدلون سره د مبارزې په تړاو نړیوالو سره خپلې غوښتنې شریکې کړي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس