په لومړی ځل افغان پلاوی د اقلیم بدلون کنفرانس کې د ګډون لپاره اذربایجان ته تللی

کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۲۰ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ‏د چاپېریال ساتنې ملی ادارې د رییس په مشرۍ د افغان حکومت تخنیکی پلاوی د ملګرو ملتونو د اقلیمی بدلون کنفرانس کې د ګډون لپاره د اذربایجان پلازمینې باکو ته تللی.

د ملګرو ملتونو د اقلیمی بدلون ۲۹مه غونډه به سبا دوشنبه د نومبر په ۱۱مه پیل شی.

افغانستان د اقلیمی بدلون له پلوه په نړیواله کچه شپږم اغېزمن هېواد دی.

د اوسنی حکومت له راتګ وروسته دا لومړی ځل دی، چې افغان پلاوی ته د اقلیمی بدلون نړیوال کنفرانس کې د ګډون بلنه ورکول کیږی.

افغان پلاوی به دې کنفرانس کې د چاپېریال ساتنې او اقلیمی بدلون برخه کې نړیوالو سره د همکارۍ د پیاوړتیا، د اقلیمی بدلون برخه کې موجوده مالی میکانیزمونو ته د افغانستان لاسرسی او اقلیمی بدلون سره د مبارزې په تړاو نړیوالو سره خپلې غوښتنې شریکې کړی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.