په لومړی ځل نړیوالو ۵۰ اوریزو سیالیو کې افغان لوبډلې انګلستان ته ماتې ورکړه

کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۲۴ مه نېټه):
د نړیوال پنځوس اوریز نړیوال جام لوبو په ترڅ کې افغان لوبډلې خپله درېیمه لوبه کې د انګلستان پیاوړې دفاعی لوبډلې ته په لوی توپیر ماتې ورکړه.
د دغې لوبې په ګټلو سره افغان لوبډلې په روان جام کې لومړۍ او په عموم کې د نړیوال جام دوهمه بریا په خپل نوم ثبت کړه.
افغانستان د انګلستان لوبډلې ته په وروستی اور کې د نهه لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۸۵ منډې هدف وټاکه، چې په کې رحمان الله ګربز ۸۰ او اکرام علی خېل ۵۸ ډېرې منډې جوړې کړې.
په ځواب کې یې انګلستان لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یوازې ۲۱۵ منډې وکړې.
په افغان توپ اچونکو کې مجیب الرحمن ۳، راشدخان ۳، محمدنبی دوه او فضل الحق فاروقی او نوین الحق یوه – یوه وېکټه واخیسته.
د دغې لوبې غوره لوبغاړی مجیب الرحمن ونومول شو.
افغان لوبډله به خپله څلورمه سیالی د اکټوبر په ۱۸مه نېټه د نیوزیلینډ پر وړاندې ترسره کړی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.