معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / په لومړي ځل چینايي سوداګر د جلغوزیو پېرلو لپاره پکتیا او خوست ته راغلي

په لومړي ځل چینايي سوداګر د جلغوزیو پېرلو لپاره پکتیا او خوست ته راغلي

کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۱۱ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې په لومړي ځل د پکتیا او خوست د جلغوزیو پېرلو او چین ته یې د لېږدولو په موخه چینایي سوداګر د لومړي ځل لپاره پکتیا ته راغلي.
د خبر پر بنسټ، د پکتیا د سوداګرۍ خونې مسوول د جلغوزیو پېرلو لپاره دغه ولایت ته د بهرنیو سوداګرو ورتګ مهم بولي او ویلي یې دي، چې په دې سره به د جلغوزیو سوداګري لا پراختیا ومومي.
پکتیا ته راغلي چینایي سوداګر وايي، پکتیا او خوست ولایتونو کې یې د جلغوزیو د کېفیت معلومولو او پروسېس په برخه کې ارزونې کړي او ډېر ژر به د جلغوزیو اخیستو قرارداد وکړي.
په ورته وخت کې په پکتیا کې د جلغوزیو یو شمېر سوداګر وایي، سږ کال په دغه ولایت کې د جلغوزیو حاصلات ۶۰ سلنه کم شوي، خو په خبره یې بیه یې د پخوا په پرتله لوړه شوې ده.
ـــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس