کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۱۱ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې په لومړی ځل د پکتیا او خوست د جلغوزیو پېرلو او چین ته یې د لېږدولو په موخه چینایی سوداګر د لومړی ځل لپاره پکتیا ته راغلی.
د خبر پر بنسټ، د پکتیا د سوداګرۍ خونې مسوول د جلغوزیو پېرلو لپاره دغه ولایت ته د بهرنیو سوداګرو ورتګ مهم بولی او ویلی یې دی، چې په دې سره به د جلغوزیو سوداګری لا پراختیا ومومی.
پکتیا ته راغلی چینایی سوداګر وایی، پکتیا او خوست ولایتونو کې یې د جلغوزیو د کېفیت معلومولو او پروسېس په برخه کې ارزونې کړی او ډېر ژر به د جلغوزیو اخیستو قرارداد وکړی.
په ورته وخت کې په پکتیا کې د جلغوزیو یو شمېر سوداګر وایی، سږ کال په دغه ولایت کې د جلغوزیو حاصلات ۶۰ سلنه کم شوی، خو په خبره یې بیه یې د پخوا په پرتله لوړه شوې ده.
ـــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ