کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ۲۶ نېټه):
وروسته له هغې چې د غزې ټرانګه د اسراییلی هوایی بریدونو لاندې راغله او تر ننه یې نږدې ۲۰ زره بې دفاع ولسی وګړی ووژل او له ۵۰ زرو ډېر نور ژوبل شول، نړیوال څېړونکی په دې باور دی، چې په لویدیځه غاړه کې د حـ.ـماس جنګیالیو ملاتړ ورځ تر بلې د ډېرېدو په حال کې دی.
د دوی په خبره د غزې په ډېری استقامتونو کې اسراییلی اشغالګر له سخت مقاومت او شاتګ سره مخ شوی دی.
د نړیوالو رسنیو د خبر له مخې اسراییلی اشغالګر په خان یونس کې له درنې مرګ – ژوبلې سره مخ شوی دی.
حـ.ـماس وایی، په بشپړ ځواک یې اسراییلی بریدونه په شا تمبولی او د دوی پوځ ته یې درنه مرګ – ژوبله اړولې ده.
تېره ورځ اسراییلی پوځ چارواکو هم ویلی وو، چې د غزې تړانګې جګړه ییزې پېچلتیا ته په کتو ښایی دا جګړه میاشتې- میاشتې وخت ونیسی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ