کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمری ۱۶ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د ریاست الوزرا اقتصادی مرستیال او د کابینې یو شمېر غړو او نورو مسوولینو د شهرنو پارک د بیارغونې پروژې پرانیسته وکړه.
د راپور پر بنسټ، پر یاده پروژه ۱۴ میلیونه ډالره پانګونه شوې، چې شاوخوا ۵ سوه کسانو ته به د کار زمینه هم په کې برابره شی.
په یاد پارک کې ۶ سوه متره مربع ځمکه د معیاری جومات لپاره او د پارک د زرغونتیا لپاره ۶۵ سلنه ځمکه انتخاب شوې ده.
دغه راز د ۳ سوه موټرو لپاره د معیاری پارکېنک ځای، تر ځمکه لاندې سوداګریز مرکز، د پارک په څنډه کې سوداګریز کمپلکس، د ښځینه وو لپاره ځانګړی سوداګریز مرکز، د فوټسال لوبغالی، تفریحی ځایونه، رسټورانټونه، د لامبو حوضونه او نورې آسانتاوې په پام کې نیول شوې دی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ