ګهیځ: نن سې شنبه (د لیندۍ ۱۶مه) د ملګرو ملتونو عمومی اسمبلۍ د افغانستان څوکۍ په اړه د ځانګړې کومېټې پرېکړه تصویب کړه، چې له مخې یې دغه څوکۍ غلام اسحاقزی ته پاتې شوه.
غلام اسحاقزی په ملګرو ملتونو کې د تېر افغان حکومت دایمی استازی و، چې د یاد سازمان ځانګړی کمېټې یې پر خپل ځای د پاتې کېدو پرېکړه کړې ده.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازولۍ په خپله رسمی ټویټر پاڼه کې ویلی: ”د ملګرو ملتونو عمومی اسمبلۍ د باور اسناد ورکولو کمېټې له لوری د ملګرو ملتونو عمومی اسمبلۍ د ۷۶ دورې لپاره د افغانستان اسلامی جمهوریت استازی ته د باور ورکړل شوی لیک منلی دی”.
واک ته د اسلامی امارت له رسېدو وروسته، طالبانو خپل غړی سهیل شاهین په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمی استازی په توګه معرفی کړ.
خو د ملګرو ملتونو ځانګړې کومېټې تېره چارشنبه پرېکړه وکړه چې په عمومی اسمبلۍ کې دې د افغانستان څوکۍ د اوس لپاره اسلامی امارت ته نه ورکول کېږی.
په دې ځانګړې کومېټه کې د امریکا، روسیې، چین، سویډڼ، بهاماس، بوټان، چیلی، نمیبا او سیری لیون هېوادونو استازی شامل دی.
اسلامی امارت د ملګر ملتونو سازمان دې تازه اقدام ته کوم غبرګون نه دی ښودلی خو سهیل شاهین تېره چارشنبه پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلی وو، چې د افغانستان خلک حق لری چې یو خپلواکه هېواد ولری او د دې لپاره یې څو لسیزې مبارزه کړې.
نوموړی دا هم لیکلی، پکار نه ده چې افغانانو باندې بندیزونه ولګول شی او په ملګرو ملتونو کې له خپلې څوکۍ بې برخې شی.
گهیځ