په مهتر لام ښار کې د فارمسۍ فارغینو نه؛ پرته کسانو ته هم د درمل پلورلو جواز ورکړل شوی دی
راپور: ریحان ممتاز او عبدالعزیز تلاش
د لغمان ولایت په مرکز مهترلام ښار او د یاد ولایت په ځینو نورو سیمو کې درمل په غیر مسلکی توګه د خوراکی توکو په دوکانونو او یا د بازار پر سر په پلاستیکی کڅوړو کې پلورل کېږی، غیر مسلکی کسانو ته د درمل پلورلو جواز ورکړل شوی او په درملتونو کې هم غیر مسلکی کسان درمل پلوری.
بل خوا یو شمېر مسلکی درمل پوهان او مدنی فعالان بیا د لغمان ولایت د عامې روغتیا ریاست په فساد تورنوی او وایی چې غیر مسلکی کسانو ته د درمل پلورلو جواز په ورکړه کې حتما فساد شوی دی.
د ګهیځ موندنې او شته اسناد په ډاګه کوی چې په مهترلام ښار کې یو شمېر کسان ګرځی په پلاستیکی کڅوړو کې درمل پلوری او ځینې نور بیا د خوراکی توکو په پلورنځیو کې درمل خرڅوی، همداراز په یو شمېر درملتونونو کې هم تر ډېره بریده غیر مسلکی کسان ناست دی او درمل پلوری.
د لغمان د صحی قوانینو د څېړنې مدیر الحاج ډاکټر احمد ولی ملیار وایی د صحی قوانینو او قواعدو له مخې هر هغه څوک د درملو خرڅولو حق ترلاسه کولای شی چې د فارمسۍ یا دوا سازۍ زده کړې یې کړې وی، او پدې برخه کې تجربه ولری.
فهیم اسد په مهترلام ښار کې د درملو پلورنځی لری، نوموړی له اقتصاد پوهنځی څخه فارغ دی او له څو میاشتو راهیسې په ښار کې درمل خرڅوی.
نوموړی وایی: درمل زهر دی په دې درملو کې څو قسمه کیمیاوی مواد یوځای شوی وی او درمل ترې جوړ شوی، نو هرڅوک باید د خپلې ناروغۍ په تړاو له متخصص ډاکټر سره مشوره وکړی او له هغې وروسته درمل واخلی.
نوموړی پداسې حال کې دا خبرې کوی چې دی خپله هم له اقتصاد پوهنځی فارغ دی او د فارمسۍ مسلکی زده کړې یې ندی کړی، خو په بازار کې درمل پلوری.
ډاکټر محمد سهیم نیازی د داخله، جلدی او ماشومانو د ناروغیو معالج دی، نوموړی په مهترلام ښار دویمه ناحیه کې معاینه خانه او دواخانه دواړه لری او خلک تداوی کوی، دده له خبرو داسې ښکاری چې په خپله معاینه خانه کې یې د زده کړو مرکز خلاص کړی، داسې لیدل کېږی چې دوه ځوان هلکان یې په دواخانه کې دوا پلوری او خپله په معاینه خانه کې ناست دی، له نوموړی مو په دې اړه وپوښتل، دده ځواب دا ؤ چې: « نه، دوی دواسازان نه دی دوی زما شاګردان دی، دلته زه د فارمسست مصارف نشم پوره کولای ځکه دا یوه اطرافی ساحه ده نو ځکه مې دوی کینولی دی.» دا هم په خپله له قانونه سرغړونه ده؛ خو دی یې ترسره کوی.
د ګهیځ خبریالانو داسې سړی هم ولید چې په پلاستیکی کڅوړو کې درمل اچولی او درملتون په درملتون ګرځی درمل پلوری، دا چې دی څوک دی؟ درمل یې له کوم شرکت نه اخیستی؟ د درملو د خرڅلاو جواز لری او که نه!؟ هغه پوښتنې چې نوموړی ورته ځواب ورنکړ.
بلخوا د خوراکی توکیو په پلورنځیو کې هم درمل د بادرنګو په څېر خرڅیږی، ډېر داسې شواهد شته چې یو څوک په خپله خوراکه فروشی کې درمل خرڅوی خو د صحی برخې د څېړنې مدیریت یې په اړه خبر نه دی.
اسما الحق د لغمان ولایت د مرکز اړوند په چهاردهی سیمه کې درمل پلورنځی لری، خو د هغه د میز پر سر په شته اسنادو کې لیدل کېږی چې نوموړی له نرسنګ څخه فارغ دی او په ۱۳۹۸ کال کې یې د (افغان زرنج د روغتیایی علومو انسټیټیوټ) څخه د فراغت سند اخیستی دی.
نوموړی وایی «شکر الحمدلله زموږ کار وبار ښه روان دی، نظارت کوونکی راځی او خپل نظارت کوی او موږ سره لازمه همکاری هم کوی او زموږ د کار مخنیوی نه کوی»
لعل محمد د لغمان د مرکز په عصمت چوک کې درمل پلورنځی لری، د ساینسی روغتیایی علومو انسټیټیوت د درمل جوړولو څانګې څخه فارغ دی دی وایی: « درمل امکان لری د یوه انسان د مرګ باعث وګرځی، هغه کسان چې مسلکی نه دی درمل خرڅوی هغوی یې په استعمال نه پوهېږی کله چې پدې نه وی خبر چې یو ناروغ ته باید څومره درمل ورکړی، داسې کسان ټولنې ته ډېر خطرناک تمامیږی.»
محمد رسول نظری په لغمان ولایت کې د الفلاح خصوصی ښوونځی اجرائیه مدیر دی، دی وایی دا ډېر غلط کار دی چې یو څوک د یوې برخې متخصص نه وی خو هغې برخې ته کار کوی او بیا د فارمسی په برخه کې خو لا ډېره مهمه ده چې مسلکی کس وی.
نوموړی زیاتوی چې : «دا د یو چا له ژوند سره لوبې کول دی، دا په ښکاره ډول د چا ژوند اخیستل دی، موږ په دې ټولنه کې ډېر زیات داسې کسان لرو او ژوندی مثالونه یې شته دی چې د یو کس غاښ خوږیږی خو په درملتون کې یې ورته د خیټې ګولۍ ورکړې، مطلب دې ډول درملو سره له بدو نه بدتر شی.»
په لغمان کې ۱۲۷ رسمی فعال درملتونونه شته چې د ترلاسه شویو اسنادو له مخې یو شمېر یې د غیر مسلکی کسانو له خوا اداره کېږی او ځینې یې بیا په غیر رسمی ډول خپل فعالیت کوی هغه خبره چې د صحی قوانینو د بررسۍ مدیر یې هم منی.
د ګهیځ خبریالان له دې ټولو اسنادو سره یو ځای د لغمان ولایت د عامې روغتیا د صحی قوانینو د بررسۍ مدیریت ته ورغلل او د ترلاسه کړو اسنادو په اړه یې ترې وپوښتل.
د صحی قوانینو د بررسۍ مدیر الحاج احمد ولی ملیار په دې اړه وویل چې موږ د پلان مطابق اونۍ کې څلور ورځې بررسی لرو او د هغو درملتونونو څارنه کوو چې په امنیتی ساحه کې شتون لری.
سره ددې چې د بررسۍ مدیریت لخوا اونۍ کې څلور ورځې څارنه کېږی مګر بیا هم د ښار دننه یو شمېر غیر مسلکی کسان درمل پلوری.
د ملیار په وینا، موږ هغه چاته د درملو د پلور جواز ورکوو چې افغانی تابعیت ولری، د اتلس کلنۍ عمر یې پوره وی د عامې روغتیا وزارت حکم ولری او له دوا سازۍ یا فارمسۍ څخه فارغ وی.
د نوموړی په خبره که څوک د یادو شرایطو پرته درمل پلوری، لومړی د درملتون مالک ته توصیه کېږی، بیا اخطار ورکول کېږی او وروسته نغدی جریمه کېږی؛ که بیا هم ونه شول یو کال تعلیق او اخر سلب امتیاز کېږی.
خو په ورته وخت کې نوموړی زیاتوی:” موږ نشو کولای چې د هر درملتون پرسر یو نظارت کوونکی ودروو، شاید دا ستونزه به موجوده وی ځکه خلک قانون ته وفاداره نه دی، یو کس یې دواساز روزلی څلور یا پنځه د یوې کورنۍ نور غړی ورسره کار کوی چې دا غیر قانونی کار دی.”
د لغمان ولایت د عامې روغتیا ریاست اړوند د صحی قوانینو د بررسۍ مدیر احمد ولی ملیار زیاتوی چې «موږ تر دې وړاندې هم له داسې کسانو سره مخ شوی یو، هغوی مو مجازات کړی او اوس هم شته، ځکه هر ځای کې چې کار وی ستونزې هم وی خو موږ خپله هڅه کوو او کوشش کوو چې دا ستونزې حل او قانون تطبیق کړو »
په همدې بڼه د لغمان د عامې روغتیا رئیس ډاکټر عبدالمعروف جلیلی بیا وایی چې: «دا یوه هېواد شموله ستونزه ده یوازې په لغمان کې نه ده، موږ ددې ستونزو لپاره پلانونه لرو پخوا داسې ستونزې زیاتې وې، خو اوس تر ډېره دا ستونزه حل شوې ده، په اطرافو کې اوس هم موږ داسې ستونزې لرو د بررسۍ ټیم چې ماته کوم اسناد راکړی د ښار په داخل کې دا ستونزه نشته. »
که څه هم د لغمان د عامې روغتیا رئیس وایی چې دا ستونزه حل شوې ده خو د یاد ریاست اړوند د صحی قوانینو د بررسۍ مدیر احمد ولی ملیار له ګهیځ ټیم سره په مرکه کې په خپله دا ستونزه ومنله چې اوس هم له داسې پېښو سره مخامخ دی او غواړی په اړه یې اقدام وکړی.
بل اړخ ته محمد حسین سجاد چې د لغمان یو تن ټولنیز فعال دی، وایی چی دی ددې خبرې شاهد دی چې په دوا خانو کې غیر مسلکی کسان دوا خرڅوی او دا کار د خلکو د ژوند په قیمت تمامیږی، باید یوه ګولۍ هم د مسلکی ډاکټر له نخسې پرته ورنکړل شی.
نوموړی زیاتوی چې: “زموږ غوښتنه داده چې د صحی برخی کارکوونکی باید د دوا پلورلو په برخه کې کار وکړی دا د خلکو د ژوند مسأله ده، باید غیر مسلکی کسانو ته جواز ورنکړل شی ځکه دا یو فساد دی، هرڅوک چې دا فساد کوی هغوی موږ ته ملامت دی او موږ یې په اړه غږ پورته کوو او دوی مجرمان دی.”
همدارنگه ډاکټر عبدالروف چې د لغمان مرکز کې مسلکی فارمسست دی او له هېواده بهر یې زده کړې کړی دی، دوه کاله کېږی چې د مهتر لام ښار په دویمه ناحیه کې دواخانه لری، هغه وایی چې فارمسی او هیلټ ټکنالوجی یې لوستی. هغه وایی:” درمل ټول زهر دی، هغه څوک چې درمل خرڅوی باید په استعمال یې هم خبر وی او که څوک خبر نه وی تاوان یې ډېر زیات دی، هر سړی باید خپله برخه کې کار وکړی ما فارمسی ویلې او درمل خرڅوم، هرڅوک چې درمل پلوری خو مسلکی نه وی دا یو فساد دی او ددې ډول فساد مخنیوی باید وشی ځکه دوی مجرمین دی.”
مهترلام ښار د هېواد یو له مهمو ښارونو څخه دی چې خلک یې زیاتره دننه په ښار کې په کار وبار بوخت دی، د نورو ستونزو سره سره په دغه ښار کې درمل د غیر مسلکی کسانو لخوا پلورل کېږی چې د ولایت خلکو ته یې یوه ستره ستونزه جوړه کړی ده، د عامې روغتیا رئیس، د صحی قوانینو د بررسۍ مدیر، درمل پلورونکی او عام خلک ټول دا ستونزه منی؛ خو تر اوسه په دې اړه هېڅ ډول بنسټیز اقدام ندی شوی.
گهیځ