معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / په ناروې کې هم د افغانستان سفارت تړل کیږي

په ناروې کې هم د افغانستان سفارت تړل کیږي

کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله  ۲۰ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې په ناروې کې د افغانستان سفارت اعلان کړی، چې د سپټمبر په ۱۲مه به خپل فعالیت ودروي.

دغې سفارت بېګاه ناوخته د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د ناروې هېواد د اوسني افغان حکومت هغه پرېکړه چې په اروپا، کاناډا او اسټرالیا کې یې د سفارتونو او قونسلګریو خدمات بې اعتباره ګڼلي، یوه حقوقي لانجه بللې او ویلي یې دي، چې د اجرا وړ ده.

په دې ترتیب د یاد سفارت په خبره، اړ دی چې سفارت وتړي او ودانۍ یې د ناروې د بهرنیو چارو وزارت ته وسپاري. په اوسلو کې د سفارت ودانۍ د افغانستان ملکیت دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د جولای په وروستیو کې پرېکړه وکړه، چې په اکثرو اروپايي هېوادونو، کاناډا او اسټرالیا کې د قونسلګریو او سفارتونو له‌خوا صادر شوي اسناد بې اعتباره وګڼي.

د دې پرېکړې عمده علتونه له اوسني افغان حکومت سره د یادو سفارتونو نه همغږي، د تعامل نشتوالی او فساد بلل شوی و.

بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې وه، چې یواځې په څو محدودو استازولیو لکه چک جمهوریت، بلغاریا، هالند، هسپانیه او مونشن کې خدمات په عادي ډول روان دي او له بهرنیو چارو وزارت سره په همغږي چارې مخته وړي.

تر ناروې یوه ورځ مخکې بریتانیا کې هم افغان سفارت اعلان کړه، چې د روانې سپټمبر په ۲۷مه خپل فعالیتونه دروي.

په لندن کې افغان سفیر زلمي رسول په خپله ایکس‌پاڼه ویلي وو، چې د بریتانیا د حکومت په غوښتنه دا کار کوي.

د خبر پر بنسټ جرمني هم د افغان حکومت هغه پرېکړه منلې، چې په برلین او بن کې د افغانستان د قونسلګریو خدمات بې اعتباره وګرځول شي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس