په ناروې کې هم د افغانستان سفارت تړل کیږی

کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله  ۲۰ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې په ناروې کې د افغانستان سفارت اعلان کړی، چې د سپټمبر په ۱۲مه به خپل فعالیت ودروی.

دغې سفارت بېګاه ناوخته د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلی، چې د ناروې هېواد د اوسنی افغان حکومت هغه پرېکړه چې په اروپا، کاناډا او اسټرالیا کې یې د سفارتونو او قونسلګریو خدمات بې اعتباره ګڼلی، یوه حقوقی لانجه بللې او ویلی یې دی، چې د اجرا وړ ده.

په دې ترتیب د یاد سفارت په خبره، اړ دی چې سفارت وتړی او ودانۍ یې د ناروې د بهرنیو چارو وزارت ته وسپاری. په اوسلو کې د سفارت ودانۍ د افغانستان ملکیت دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د جولای په وروستیو کې پرېکړه وکړه، چې په اکثرو اروپایی هېوادونو، کاناډا او اسټرالیا کې د قونسلګریو او سفارتونو له‌خوا صادر شوی اسناد بې اعتباره وګڼی.

د دې پرېکړې عمده علتونه له اوسنی افغان حکومت سره د یادو سفارتونو نه همغږی، د تعامل نشتوالی او فساد بلل شوی و.

بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې وه، چې یواځې په څو محدودو استازولیو لکه چک جمهوریت، بلغاریا، هالند، هسپانیه او مونشن کې خدمات په عادی ډول روان دی او له بهرنیو چارو وزارت سره په همغږی چارې مخته وړی.

تر ناروې یوه ورځ مخکې بریتانیا کې هم افغان سفارت اعلان کړه، چې د روانې سپټمبر په ۲۷مه خپل فعالیتونه دروی.

په لندن کې افغان سفیر زلمی رسول په خپله ایکس‌پاڼه ویلی وو، چې د بریتانیا د حکومت په غوښتنه دا کار کوی.

د خبر پر بنسټ جرمنی هم د افغان حکومت هغه پرېکړه منلې، چې په برلین او بن کې د افغانستان د قونسلګریو خدمات بې اعتباره وګرځول شی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.