په ننګرهار کې د اداری اصلاحاتو او ملکی خدماتو کمیسیون په ګومارنو کې د فساد شتون

په ننګرهار کې د اداری اصلاحاتو او ملکی خدماتو کمیسیون په ګومارنو کې د فساد شتون
راپور: ایمل ظاهر
ګهیځ په ننګرهار کې د اداری اصلاحاتو او ملکی خدمتونو کمیسیون د آزموینې په تړاو داسې اسناد موندلی چې د دې ولایت د ځوانانو چارو آمر یې د یاد کمیسیون د تعیناتو قانون د دوه ویشتمې مادې د درېیمې فقرې خلاف په دنده ګومارلی دی.
د ګهیځ د معلوماتو له مخې اداری اصلاحاتو او ملکی خدمتونو کمیسیون د ننګرهار ولایت د ځوانانو چارو آمریت تر نامه لاندې د درېیم بست لپاره درې ځلی آزموینه اخیستې چې په درېیم ځل آزموینه کې یې د دې ولایت د پخوانی مرستیال والی سکرتر اکرام الله عادل په ناقانونه ډول آزموینه کې شامل کړی او تر شاملېدو وروسته یې اکرام الله نومی کس په آزموینه کې بریالی کړی او د ځوانانو چارو د آمر په توګه یې ګومارلی دی.
د ګهیځ د څېړنې په اساس یاد بست ته د اخیستل شوې آزموینې څخه پوره اتلس ورځې وروسته د آزموینې له ګډونوالو څخه تقریری آزموینه اخیستل شوې چې د اداری اصلاحاتو د اصولو له مخې کمیسیون له کمپیوټری آزموینې څخه وروسته تر دریو ورځو پورې باید تقریری آزموینه واخلی.
د ګهیځ د معلوماتو له مخې د تحریری او تقریری آزموینې ترمنځ د اوږده ځنډ دلیل د یاد بست لپاره د اوسنی بریالی شوی کس بریالی کول ؤ، چې له کبله یې نا کامو ګډونوالو په عدلی او قضایی ارګانونو کې د دې آزموینې د نه روڼتیا له کبله عریضه هم کړې چې اوس مهال تر څېړنو لاندې ده.
د آزموینې یو تن ګډونوال صبغت الله صبغت حنیفی ګهیځ ته وویل:” مونږ انټرویو هم ورکړه خو د اداری اصلاحاتو او ملکی خدمتونو کمیسیون باید د قانون له مخې په دریو ورځو کې د انټریو نتیجه مونږ سره شریکه کړې وای، خو د ولایت په غوښتنه یې اتلس ورځې انټرویو وځنډوله چې د هغوی په خوښه کس پکې کامیاب کړی.”
د اداری اصلاحاتو او ملکی خدمتونو کمیسیون د تعیناتو د قانون د دوه ویشتمې مادې د درېیمې فقرې له مخې که یو کس د اداری اصلاحاتو او ملکی خدمتونو کمیسیون په آزموینه کې ګډون وکړی نو تر شپږو میاشتو پورې بیا د یاد کمیسیون په آزموینه کې ګډون نشی کولی خو د ګهیځ د موندنو له مخې د ځوانانو چارو اوسنی آمر اکرام عادل په یوه میاشت کې دوه ځله په آزموینه کې شامل شوی، په داسې حال کې چې د یوې میاشتې په موده کې په یوه آزموینه کې ناکام شوی او د همدې میاشتې په وروستیو کې بیاځلې په آزموینه کې شامل شوی
همهاله د دې ولایت د ولایتی شورا مرستیال محمد اجمل عمر هم د اداری اصلاحاتو او ملکی خدمتونو کمیسیون د آزموینو د متعرضو ګډونوالو نیوکې په ځای بولی د ولایتی شورا مرستیال ګهیځ ته د ۱۳۹۹ کال د ۱۱ میاشتې په اوومه نېټه ۶۱۲۱۰ نمبر صادر شوی هغه مکتوب هم سپارلی چې پکې یې د ولایتی ادارې څخه د صبغت الله حنیفی شکایت ته د ولایتی شورا د غړو په شتون کې د رسېده ګۍ غوښتنه کړې خو په وینا یې چې تر اوسه ولایتی ادارې د دوی د مکتوب هېڅ ځواب نه دی ورکړی.
خو د ننګرهار اداری اصلاحاتو او ملکی خدمتونو کمیسیون رئیس هجرت الله اختیار د اداری اصلاحاتو او ملکی خدمتونو کمیسیون د قانون خلاف په آزموینه کې چاته د ګډون ورکولو ادعا ردوی او وایی د اداری اصلاحاتو او ملکی خدمتونو کمیسیون د قانون په تازه تغییراتو کې دا زمانی بندیزونه له منځه تللی.
نوموړی وایی چې: “زمونږ د تعیناتو په طرزالعملونو کې دا زمانی محدودیت نشته په پخوانیو طرزالعملونو کې به ؤ، خو هغه وخت زه رئیس نه وم او نوی قانون چې راځی هغه پخوانی قانون بیا لغوه کېږی، د تعینانو په نوو طرزالعملونو کې د ۱۳۹۷ کال د عقرب په میاشت کې تغییرات راغلی او زمانی محدودیت په اته کاله پخوانی طرزالعمل کې ؤ.”
که څه هم ښاغلی اختیار وایی چې د اداری اصلاحاتو او ملکی خدمتونو کمیسیون د رئیس په توګه یې د دندې تر پیل وړاندې د یاد کمیسیون د تعیناتو په قانون کې د بدلون له مخې زمانی محدودیت له منځه تللی خو ګهیځ بیا داسې اسناد موندلی چې هجرت الله اختیار د خپلې دندې په موده کې د آزموینو ځینې ګډونوال د هماغه پخوانی طرزالعمل له مخې له آزموینو څخه منع کړی او ورته یې ویلی چې د یو ځل آزموینی ورکړې وروسته بیا ځلی تر شپږو میاشتو پورې په بله آزموینه کې برخه نه شی اخیستی.
بل خواته د ننګرهار ولایتی اداره هم د ولایتی شورا د مرستیال نیوکو ته په ځواب کې وایی چې د ولایتی شورا په ګډون یې د ټولو ادارو مکتوبونه څېړلی او ځینی یې چې اوږدې څېړنې غواړی یا هم د فساد مستند اسناد ولری، د ولایتی ادارې له لورې څارنوالۍ ته لېږل شوی دی.
خو اداره په مشخص ډول د ولایتی شورا له لورې د ۶۱۲۱۰ ګڼه صادر شوی هغه مکتوب په اړه څه نه وایی چې پکې له ولایتی ادارې څخه د اداری اصلاحاتو او ملکی خدمتونو له کمیسیون څخه د ولایتی شورا د غړیو په شتون کې د ځوانانو چارو د آمریت لپاره د اخیستل شوې آزموینې د څېړنې غوښتنه شوې ده.
د ننګرهار د والی ویاند عطاالله خوږیاڼی وایی: “د ولایتی شورا په ګډون ټولې ادارې چې ولایت مقام ته مکتبونه ورکوی، هم مهاله پرې اجرات شوی دی، په ځینو مواردو کې چې پلټنو ته اړتیا وی پلټنې تر سره کېږی، که اړتیاوی هیئت ټاکل کېږی او په ځینو مواردو کې چې مستند اسناد شته وی قضیه څارنوالۍ ته معرفی کېږی مونږ په خپله برخه کې د قانون له مخې اجرات کوو په دې کې هېڅ ډول سرغړونه نه کېږی.”
د اداری اصلاحاتو او ملکی خدمتونو کمیسیون په آزموینو کې نا کام او شکایت لرونکی ګډونوال د دری ژبې څخه پښتو ته په را ژباړل شویو پوښتونو هم نیوکه لری او وایی ژباړه یې غیری معیاری ده چې د آزموینې د اکثریت ګډونوالو وخت په سوالونو پوهېدو ضایع کېږی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.