په ننګرهار کې د ستروسو ۴۵ ډوله محصولات نندارې ته وړاندې شو

ګهیځ: نن پنجشنبه (د لیندۍ ۱۸مه) د ننګرهار ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست په دغه ولایت کې تولید شوی د ستروسو ۴۵ ډوله محصولات نندارې ته وړاندې کړل.
د ستروسو د محصولاتو یاد نندارتون د بڼوالۍ ملی مرکز کې د یوې ورځې لپاره جوړ شوی و.
د نندارتون د پرانیستې پرمهال د ننګرهار د کرنې رئیس عبدالستار محمد وویل چې په دې نندارتون کې یې د ستروسو کورنۍ اړوند مالټې، لیمو، کینو، نارنج او نور پنځه څلویښت ډوله نندارې ته وړاندې کړې وې.
د بڼوالۍ ملی مرکز په ۲۰۰۷ میلادی کال کې په ۵۰ جریبه ځمکه کې جوړ شوی او د بېلابېل ډوله میوو شااوخوا دوه زره ونې په کې ولاړې دی.
دغه مرکز د انځر، خورما، ستروسو، زیتونو، او املوکو اووه کلیکسیونونه لری چې په کې د هر ډول میوو لسګونه ډولونه ونې ولاړې دی.
د یادولو وړ ده چې د افغانستان کرنې او مالدارۍ وزارت د هېواد په شپږو زونونو کې د کرنې او بڼوالۍ ملی مرکزونه لری.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.