په ننګرهار کې د طبی علومو یو شمېر خصوصی انسټیټیوټونه د پیسو په مقابل کې محصلینو ته سند ورکوی
راپور: ساحل اتل
د هېواد په ختیځ ولایت ننګرهار کې د روغتیایی علومو د زده کړې ۱۲ خصوصی او یو دولتی انسټیټیوټ شته چې زرګونه محصلین په کې د روغتیایی علومو په مختلفو رشتو کې په زده کړو بوخت دی.
د ګهیځ موندنې ښیی چې په ننګرهار کې د نیمه لوړو زده کړو یو شمېر خصوصی انسټیټیوټونه د پیسو په مقابل کې محصلینو ته د فراغت سندونه ورکوی او یو شمېر خیالی کسان فارغوی او هر کال په اخیستل کیدونکې دولتی آزموینه کې له ګډون وروسته دولتی دیپلومونه هم تر لاسه کوی.
یو تن داسې فارغ شوی محصل چې د ۱۸ زره افغانیو په مقابل کې یی سند تر لاسه کړی او ګهیځ سره په خبرو کې له نوم اخیستو ډډه کوی وایی: “ما د فارمیسی په برخه کې تجربه درلوده، له یوه ډاکټر سره مې کار کړی ؤ، د وخت د کمښت له امله مې نه شول کولای په دې برخه کې دوه کاله زده کړې وکړم، نو د ۱۸ زره افغانیو په مقابل کې مې د غازی امان الله خان له طبی علومو له انسټیټیوټ څخه سند تر لاسه کړ.”
نوموړی وایی لکه څرنګه چې یی له زده کړو پرته د فارمسی سند واخیست په همدې ډول به په دولتی آزموینه کې هم بریالی شی او سند به تر لاسه کړی.
یوه بله محصله چې ثریا نومیږی او د ځلاند د روغتیایی علومو په انسټیټیوټ کې د قابلګۍ په برخه کې زده کړې کوی وایی چې په پیل کې یی غوښتل چې له لومړیو دوه سمسترو له لوستو پرته په درېیم سمستر کې کښینی، خو د ادارې لخوا ترې د پیسو غوښتنه وشوه.
دغه محصله زیاتوی: “ما غوښتل د لومړیو دوه سمسترونو له لوستلو پرته په درېیم سمستر کې کښینم، له اداری کارکوونکو سره مې خبرې وکړې، هغوی راسره ومنله. د ټولو دوه کلونو فیس ۱۲ زره افغانۍ کیدې خو له ما یی د ۱۸ زره افغانیو غوښتنه وکړه، ما مې له کورنۍ سره مشوره وکړه، کورنۍ مې راته وویل چې د دومره پیسو توان نه لرو، نو بیا ترې صرف نظر شوم او له لومړی سمستر نه مې زده کړې پیل کړې.”
خو د غازی امان الله خان د طبی علومو انسټیټیوټ رئیس قاضی عبدالرحمن خیرخواه دا ډول ادعاوې ټولې ردوی او وایی چې د پیسو په مقابل کې د خیالی محصلینو فارغول شونی نه دی ځکه دوی د یوه واضح پروسیجر له مخې نوی محصلین جذبوی.
نوموړی زیاتوی: “کله چې موږ په پیل کې د کانکور آزموینه اخلو، د نویو جذب شویو محصلینو لیست د عامې روغتیا ریاست سره قید کېږی او یو نقل یی د کابل خصوصی سکټور ته لېږل کېږی او کله چې دولتی آزموینه اخیستل کېږی نو همدا د جذب او فارغو محصلینو لیستونه کراس چک کېږی او د همدې په اساس د محصلینو بررسی کېږی.”
د ځلاند د طبی علومو انسټیټیوټ علمی او تدریسی مرستیال ډاکټر محمد جمیل وسیع که څه هم په ځینو انسټیټیونو کې د خیالی محصلینو جذب نه ردوی خو زیاتوی چې طبی رشتې په عملی کارونو ولاړې دی او یوازې سند نه شی کولای له یوه محصل سره مرسته وکړی.
ډاکتر محمد جمیل واسع وایی: “ممکن په ځینو ادارو کې دا مسألې وی، موږ په ډېرو ادارو کې کار کړی، ډېر خلک راغلی او موږ ته یی ویلی دا ستونزه شته، ولې زما په نظر د خیالی محصلینو فارغول نه یوازې اړوند شخص ته، بلکې ټولنې او دې مسلک ته صدمه رسوی، سند او کاغذ څه نه شی کولای په طبی برخو کې استعداد په کاریږی، سند یواځې موږ سره دومره مرسته کوی چې هغه لین ته مو داخل کړی.”
ګهیځ خبریال ددې لپاره چې ددې ادعاوو په حقیقت پوه شی، په ننګرهار کې یې د ټولو طبی علومو د خصوصی انسټیټیوټونو له ادارو سره خبرې وکړې او بالآخره داسې یو کس پیدا شو چې د پیسو په مقابل کې یی د سند د جوړولو خبره ومنله.
نوموړی چې په ننګرهار کې د روغتیایی علومو د یوه خصوصی انسټیټیوټ مسؤول کس ګڼل کېږی، د ګهیځ له خبریال سره په خبرو کې ومنله چې د پیسو په بدل کې د روغتیایی علومو د نیمه عالی زدکړو سند ورکول کېږی.
دده په وینا داسې هم ممکنه ده چې د ۴۰ زره افغانیو په بدل کې په روانه آزموینه کې چې د دولتی دیپلومونو د وېش لپاره پیل شوې یو کس شامل شی او که څوک غواړی راتلونکی کال ته د دولتی دیپلومونو د وېش په آزموینه کې برخه واخلی، داسې سند په ۲۸ زره افغانیو جوړېدای شی.
بلخوا د عامې روغتیا وزارت مرستیال ویاند ډاکټر میرویس علیزی وایی د خصوصی روغتیایی علومو د انسټیټیوټونو د څارنې دنده د عامې روغتیا وزارت په چوکاټ کې د خصوصی سکټور د ریاست دنده ده او دوی وخت په وخت څارنې او اروزونې تر سره کوی او که کومه ستونزه موجوده وی په اړه یی د قانون مطابق تصمیم نیسی.
نوموړی زیاتوی چې: “ددې انسټیټوټونو د څارنې دنده د عامې روغتیا د وزارت په چوکاټ کې د خصوصی سکټور د ریاست دنده ده او دوی د خپل پلان مطابق څارنه تر سره کوی او که احیانا داسې ستونزې په کوم انسټیټیوټ کې ولیدل شی چې خیالی کسان فارغوی د عامې روغتیا وزارت د هغوی په مقابل کې اقدام کوی او دا انسټیټیوټ بلیک لیست کوی.”
په ورته وخت کې د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست ویاند ظاهر عادل هم وایی چې ښایی ستونزې موجودې وی، خو که څوک سند وړاندی کړی دوی یی مخه نیسی.
نوموړی زیاتوی چې: “که څوک پدې اړه سند په لاس ولری نو د عامې روغتیا ریاست او د طبی علومو انسټیټیوټ اماده دی چې په دولتی آزموینه کې یی د ګډون مخنیوی وکړی.”
له بلې خوا ښاریان هم د نیمه لوړو زده کړو په دې خصوصی مؤسسو نیوکه کوی او وایی چې د دوی جعل کاریو د روغتیایی خدماتو پر کیفیت هم اغېزه کړې.
ډاکټر (وحید) چې خپل شخصی کلینیک هم لری وایی چې د خیالی محصلینو فارغول او د پیسو په مقابل کې د سندونو ورکړې په روغتیایی خدماتو هم اغېز کړی.
نوموړی زیاتوی: طبیعی خبره ده چې کله یو شمېر خیالی کسان د طبی زده کړو سندونه تر لاسه کړی اغېز به یی پر طبی خدماتو هم منفی وی، دوی په عملی توګه د طبی خدماتو د وړاندې کولو په برخه کې پاتې راځی، چې په ټوله کې ناروغان په طبی برخه بې باوره کوی او هم د درملنې په برخه کې ستونزې زیږوی.”
امان الله زړور چې د خراسان خصوصی پوهنتون د نشراتو په برخه کې کار کوی وایی چې دا ستونزه لامل شوې چې پر طب او طبابت د خلکو باور له منځه ولاړ شی او ټولنې ته یی خدمات زیانمن تمام شی.
نوموړی وایی: “طبی زده کړې پیچیده دی او خدمات یی هم باید عصری وی، خو دلته په ننګرهار کې په طبی برخه کې د زده کړو کیفیت هغسې چې لازمه ده، نه دی.دوی داسې کسان فارغوی چې د ټولنې د خدمت جوګه نه وی تر دې چې هغوی د ستنې لګولو په برخه کې هم پوره مهارت نه لری، ډېر خلک د دوی د ناسمو خدماتو له امله معیوب شول، ډېر خلک مړه شول، ناروغی یوه وی خو دوا بله ورکوی نو دا ټولې منفی اغېزې دی چې په ټولنه یی لری.”
پر دې د روغتیایی علومو په انسټیټیوټونو یوه نیوکه دا هم ده چې محصلینو ته یې د عملی کارونو لپاره څه ډول چې لازمه ده زمینه نه ده برابره کړې.
سعیده چې په همدې ډول یوه انسټیټیوټ کې د قابلګۍ په برخه کې زده کړې کوی وایی:
“یو خو د غیر مسلکی استاذانو شتون د زده کړو پر کیفیت اغېز کړی او له بلې خوا په روغتونونو کې د محصلینو تعداد زیات دی او ټول محصلین نه شی کولای چې عملی کارونو ته سمه رسیدګی وکړی، نو د عملی کارونو په برخه ستونزې لامل شوی چې د نیمه لوړو زده کړو طبی مؤسساتو کې د زده کړو پر کیفیت نیوکې وشی.”
دا په داسې حال کې ده چې په کور دننه د معیاری روغتونونو او آسانتیاوو نشتوالی یو له هغه مهمو لاملونو شمېرل کېږی چې ګڼ شمېر افغانان بهرنیو هېوادونو ته د درملنې لپاره له ستونزو سره سره اړ باسی.
گهیځ