په ننګرهار کې د یوه دولتی روغتون ودانۍ تر ګټې اخیستنې وړاندې تخریب شوې ده
راپور : مصباح الله زاخېلوال
د ګهیځ موندنې ښکاروی چې د ننګرهار ولایت په روداتو ولسوالۍ کې د پېوې کنډو په نامه د یوه دولتی روغتون ودانۍ، چې د دولت له بودجې جوړه شوې، د چارواکو له خوا د نه تسلیمېدو په خاطر، تر ګټې اخېستنې وړاندې تخریب شوې ده.
د پېوې کنډو روغتون، چې ۵۰ بستریز روغتون دی، د تأسیس او جوړېدو کار یې په ۱۳۹۵ لمریز کال کې د عامې روغتیا د پخوانی وزیر ډاکټر فیروزالدین فیروز، د ننګرهار ولایت د پخوانی والی محمد ګلاب منګل او د دغه ولایت د عامې روغتیا د پخوانی رئیس ډاکتر نجیب الله کامه وال په لاس د بنسټ ډبرې په اېښودو، پرانیستل شو.
په ۱۳۹۶ لمریز کال کې یې د جوړېدو عملی چارې د وحید وهاج ساختمانی شرکت له لوری پیل شوې، چې د ډبره کېښودونکو مسؤولو چارواکو له قوله هغه وخت ویل شوی وو چې په ۱۳۹۸ کې به دغه روغتون ګټې اخېستنې ته وسپارل شی.
خو اوس نه یوازې د روداتو ولسوالۍ د پېوې کنډو روغتون په خپل وخت ګټې اخېستنې ته ندی سپارل شوی، بلکې ګټې اخېستنې ته تر سپارل کېدو وړاندې د روغتون ځینې ساختمانی برخې تخریب شوې هم دی.
د وحید وهاج ساختمانی شرکت مشر چې ددې روغتون د ودانولو قرار داد ورسره شوی دی، په دې اړه د ګهیځ خبریال ته وویل: “د روغتون د جوړېدو کارونه بشپړ شوی دی، خو مونږ په روغتون کې ۱۴ سلنه اضافی کارونه هم کړی دی.”
د یاد ساختمانی شرکت مشر د روغتون تعمیر ګټې اخېستنې ته د نه سپارل کېدو له لاملونو څخه یو همدا یادوی، چې د دوی د اضافه کار پیسې ندی ورکړل شوی او وایی چې د روغتون د تسلیمۍ مکتوب د دوی لخوا آماده دی، خو د ښار جوړونې ریاست یې ځکه تسلیمی نه اخلی، چې د مالیې وزارت لخوا د ا ضافه کارۍ مکتوب لا ندی خلاص شوی.
د وحید وهاج روغتون مشر زیاتوی چې: “زموږ لخوا مکتوب ورکړل شوی دی، خو د صحت عامې ریاست لا له مالیې وزارت نه د ۱۴ فیصده اضافه کارۍ موافقه نه ده اخیستې، نو ځکه یې تسلیمی پاتې ده ”
ومو غوښتل چې پدې تړاو د ښارجوړونې ریاست نظر هم واخلو، خو هغوی وایی، چې د پېوې کنډو د روغتون قرارداد د عامې روغتیا وزارت له خوا ترسره شوی او چارې یې د عامې روغتیا په ریاست پورې اړه لری.
همدا راز د یاد روغتون په تعمیر کې تفریح ځایونه او د اوبو ذخیره هم ندی جوړ شوی خو د ساختمانی شرکت مسؤول وایی، دا ورسره په قرارداد کې نشته.
بل اړخ ته د ننګرهار ولایت ټولنیز فعال صفت الله تلوار بیا وایی، چې د پېوې کنډو روغتون لا ګټې اخیستنې ته ندی سپارل شوی خو ځینې ساختمانی برخې یې خرابې شوې دی.
نوموړی زیاتوی چې: “د پېوې کنډو روغتون ځینې برخې له ګټې اخیستنې مخکې تخریب شوې او له منځه تللې دی چې دده په وینا د روغتون دغه خرابې شوې برخې او ساختمانی ستونزې یې د ښار جوړونې له ریاست سره هم شریکې کړی دی. “خو د وحید وهاج ساختمانی شرکت مشر بیا دا ادعا نه منی او وایی چې د روغتون هېڅ کومه برخه نده خرابه شوې.
نوموړی زیاتوی چې: “روغتون هېڅ کومه ستونزه نه لری او که کوم مشکل په کې پیدا شوی هم وی، لامل یې دا دی چې له روغتون څخه ګټه نه اخستل کېږی. ”
د ګهیځ د معلوماتو په اساس د دې تعمیر ځینی برخې مخکې له دې چې ګټې اخیستنې ته وسپارل شی تخریب شوې دی، د ودانۍ د څلورو واړو دېوالونو ځینې برخو درزونه پیدا کړی او همدا راز د پیاده تګ ځینې برخې هم تخریب شوې دی. بل اړخ ته د ننګرهار ولایت هغه مسؤولین، چې په وخت کې یې د پېوې کنډو روغتون د جوړېدو ډبره کېښودل شوه اوس دلته په دنده کې نشته، خو د دغه ولایت د عامې روغتیا اوسنی رئیس نصیر احمد درانی وایی چې د پېوې کنډو د روغتون د ودانۍ په اړه ټول معلومات نلری، خو په خبره یې که د یو کال په موده کې دغه روغتون په ساحتمانی لحاظ کوم زیان وینی، نو مسؤولیت یې د شرکت پر غاړه دی.
د ننګرهار د عامې روغتیا رئیس وایی چې: “د روغتون د ودانۍ دقیق ارقام راسره نشته خو دومره خبره معلومه ده چې د یو کال په موده کې که کوم مشکل پیدا کړ ذمواری یې د شرکت په غاړه ده.”
د نصیر احمد درانی په وینا، د روغتون ودانۍ فعالېدو ته چمتو ده او په راتلونکې څو اونېو کې به دوی ترې ګټه اخیستنه پیل کړی.
ډاکتر درانی زیاتوی: “د روغتون ودانۍ کار ته آماده ده او په راتلونکې څو اونېو کې به دلته روغتون په کار پیل وکړی خو کومې برخې یې چې تخریب شوې دی، هغه به بېرته جوړیږی او د هېڅ کومې برخې یې له ترمیم پرته تسلیمی نه اخلو.”
خو د وحید وهاج ساختمانی شرکت مشر بیا ادعا لری چې دوی د یاد روغتون چارې پخوا تکمیل کړې، دا چې اوس بیا تخریب شوې دا په خپله د ننګرهار د روغتیا ریاست ستونزه ده چې له دوی څخه یی تسلیمی نه اخلی.
د پېوې کنډو (۵۰) بستریز روغتون د جلال آباد ښار په ۲۵ کیلو مترۍ کې پروت دی، چې تر اوسه پرسونل او طبی وسایل نلری، دغه روغتون د پوره یو نیم کال تر تېریدو وروسته لا هم ګټی اخیستنی ته ندی سپارل شوی، خو د عامې روغتیا اوسنی رئیس نصیر احمد درانی وایی چې ډېر ژر به ورته پرسونل استخدام کړی او روغتون به په طبی وسایلو سمبال شی او دده په خبره د روان ۲۰۲۱ کال د فبرورۍ میاشتې په پای کې به په فعالیت پیل وکړی.
ډاکتر درانی زیاتوی چې: “په راتلونکې څو اونیو کې به د پرسونل استخدام وکړو او وسایل به یې هم په راتلونکې څو اونیو کې راوړل شی او د فبروری تر اخېری به روغتون په فعالیت پیل وکړی.”
دا یوازې د پېوې کنډو روغتون هم ندی، چې ګټې ته تر اخیستنې وړاندې یې د تعمیر ځینې برخې تخریب شوې او د ودانۍ د ساختمانی کار تر بشپړېدو پورې هېڅ ډول طبی وسایل نلری، بلکې ډېری داسې نور پروژه یی کارونه، ساختمانی ودانۍ او پراختیایی پروژې شته، چې د دولت ډېره بودېجه پرې مصرف شوې وی، خو تر ګټی اخیستنې وړاندې تخریب شی.
گهیځ