په ننګرهار کې لسګونه میله سپکې او درنې وسلې د وسلو ټولولو کمېسیون ته وسپارل شوې

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وری ۲۳ نېټه):
د ننګرهار امنیې قومندانۍ مطبوعاتی مسوولینو ویلی، چې د دغه ولایت په کامې ولسوالۍ کې سل میله سپکې او درنې وسلې د وسلو راټولو کمېسیون ته د ځایی ډلګی مشرانو او عامو خلکو لخوا وسپارل شوې.
د خبر له مخې دغه وسلې د جمهوریت تر پرځېدو وروسته یادو کسانو له ځانونو سره وړې وې او اوس یې په خپله خوښه یاد کمېسیون ته وسپارلې.
په سپارل شویو وسلو کې ۳۴ ام شپاړس، ۷ میله پیکا، ۳ میله راکټ، ۳ میله خفیفه، ۱۴ میله کلاشنکوف، ۶ میله توفنګچې، ۱ نارجک، ۱۶ چریزونه، ۱ سرپوخ ټوپک او یو میل پپشه شامل دی.
خبر زیاتوی، چې دغه وسلې به مسوولین بېرته د کامې ولسوالۍ اړوند تخنیک آمریت ته تسلیم کړی او د اړتیا پر وخت به ترې ګټه پورته کیږی.
د امنیې قومندانۍ د مسوولینو په وینا، د یوې ولسوالۍ وسلې به په هېڅ صورت بل ځای ته ونه لېږدول شی.
دې وروستیو کې په ننګرهار کې د وسلو راټولو لړۍ چټکه شوې ده.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.