په ننګرهار کې له شته تر زرو زیاتو دینی مدرسو نه یوازې ۶۴۶ له دولت سره ثبت دی

په ننګرهار کې له شته تر زرو زیاتو دینی مدرسو نه یوازې ۶۴۶ له دولت سره ثبت دی

راپور: میرویس رحمانی

د ننګرهار ولایت د حج او اوقافو ریاست چارواکی وایی چې په یاد ولایت کې له شته تر زرو زیاتو دینی مدرسو څخه له دوی سره یوازې ۶۴۶ مدرسې، دارالعلومه او دارالحفاظه په رسمی توګه ثبت دی او پاتې نور یې په خپل سر فعالیت کوی چې د فارغانو برخلیک یی هم ندی معلوم.
دا په داسې حال کې چې یو شمېر شننکونکی او د دینی مدرسو مسؤولین یې لامل د دینی مدرسو د ثبت او راجستر په پروسه کې شته فساد یادوی.
بل خواته د ننګرهار د پوهنې ریاست ویاند محمد آصف شینواری وایی چې دا مهال د پوهنې ریاست تر چتر لاندې ۸۶ دینی مرکزونه فعالیت کوی چې د دوی په وینا تر ډېره په کې د پوهنې ریاست اړوند نصاب تدریسېږی.
د پوهنې ریاست ویاند زیاتوی چې د دارالعلوم، دارالحفاظ او مدرسې نصاب په خپلو کې د کټګورۍ پر بنسټ سره توپیر لری.
شینواری وایی چې د پوهنې ریاست سره ثبت شپږ اتیا دینی مرکزونو کې ۶ دارالعلومه، ۳۱ دارالحفاظه او ۴۹ مدرسې دی چې پکې ۳۹۴۴۰ تنه زده کوونکی زده‌کړه کوی او له ډلې یې ۷۳۱۴ تنه نجونې دی او دوی ته ۹۳۰ تنه ښوونکی تدریس کوی چې ۱۶ یې ښځینه دی.
د پوهنې ریاست ویاند هغه ګنګوسې او تورونه هم ردوی چې ویل کېږی، د ننګرهار د پوهنې ریاست سره په ثبت شویو دینی مدرسو کې د حکومت ضد نصاب تدریسېږی، خو زیاته یې کړه چې د هغو مدرسو د نصاب په اړه چې له دوی سره ثبت او راجستر نه دی، معلومات نه لری.
په افغانستان کې دینی مدرسې تر ډېره د پوهنې او حج او اوقافو وزارتونو سره ثبتېږی چې د هرې یوې د ثبت او راجستر مراحل له یو بل سره توپیر لری.
د ننګرهار د حج او اوقافو ریاست مسؤولین وایی، د مدرسو د راجستر لپاره دوی څو مرحلې لری چې په پوره کولو سره یې د مدرسو خاوندان کولی شی خپلې مدرسې ثبت کړی.
د یاد ریاست د معلوماتو له مخې په ټول ننګرهار کې څه د پاسه زر دینی مدرسې شته چې دوی مکلف دی، د پوهنې وزارت سره په همغږۍ اسناد او په کانکور آزموینه کې د شمولیت حق ورکړی.
د ننګرهار د حج او اوقافو رئیس مولوی محمد داؤد مجاهد یې په اړه وایی، په ټول ننګرهار کې څلور سوه او شپږ څلوېښت دینی مرکزونه له دوی سره یوازې ثبت دی، خو جواز او قانونی سند نه لری.
د مجاهد په وینا، د دوی ریاست پر ټولو هغو مدرسو نظارت لری چې له دوی سره ثبت دی، خو له دوی څخه یوازې ۴۱ مدرسو جواز اخیستی او په وینا یې چې پر دې جواز یوازې فعالیت کولای شی، خو فارغانو ته سند ورکولی نه شی.
نوموړی زیاتوی چې که څه هم په ننګرهار کې له دوی سره ۶۴۶ مدرسې، دارالعلومونه او دارالحفاظونه یوازې ثبت دی چې دوی یې له فعالیت نه خبر دی، خو تر زرو زیاتې نورې داسې مدرسې او دینی مرکزونه هم شته چې په خپل سر فعالیت کوی او فارغان هم ورکوی، خو د فارغانو برخلیک یی ندی معلوم.
مجاهد زیاتوی چې په ننګرهار کې یوازی یو دارالعلوم له دوی سره قانونی ثبت او راجستر دی چې د حکومت له لوری ښوونکو ته معاشونه ورکول کېږی او د فراغت سندونه یې اعتبار لری.
د ننګرهار د حج او اوقافو رئیس زیاتوی چې: ” له موږ سره په ۶۴۶ ثبتو دینی مدرسو کې ۹۰۰۰۰ نوی زره نارینه او ښځینه زده کوونکو ته د ۲۸۵۰ نارینه او ښځینه ښوونکو له لورې زده کړې ورکول کېږی، خو د زده کړو رسمی سند نشی ورکولای.”
د حج او اوقافو رئیس وایی چې د دینی مدرسو د ثبت په برخه کې تر دې وړاندې د مور او میرې چلند شوی دی.
نوموړی وایی چې په تېرو کلونو کې دولت داسې امکانات درلودل چې دا مدرسې ټولې ثبت کړی، خو دده په خبره متأسفانه چې دا کار ندی شوی.
دی وایی چې: ” موږ اوس هڅې پیل کړی چې یاد مدارس ثبت کړو تر څو اسناد یې د باور وړ شی.”
خو دده په خبره اوس حکومت سره دومره امکانات نشته.
د نوموړی په وینا چې په یادو مدرسو کې شرعی علوم او فنون تدریس کېږی چې په کې نحوه، صرف، فقه، اصول او معانی شامل دی.
بل خواته مولوی خان محمد چې د جلال آباد ښار په یوه دارالعلوم کې یې زده کړې کړی وایی چې په اسلامیاتو کې د لوړو زده کړو هغه ارمان یی پوره نه کړای شو چې ده او کورنۍ یې ورته تمه درلوده.
نوموړی چې د ننګرهار ولایت په مرکز جلال آباد کې د نارنج باغ په نوم له یوه خصوصی دارالحفاظ څخه په ۱۳۹۱ لمریز کال کې فارغ شوی، وایی چې هیله یې درلوده چې د شرعیاتو پوهنځی ووایی او په راتلونکی کې ټولنې ته د یوه قاضی په توګه خدمت ترسره کړی.
نوموړی زیاتوی چې د کانکور په آزموینه کې د ګډون حق ځکه ورنکړل شو چې ده خصوصی دارالحفاظ لوستی ؤ او پدې نه پوهېدو چې دا دارالحفاظ د پوهنې یا د حج او اقافو وزارت سره ثبت نه دی.
د قرآن دغه حافظ وایی:” ما ته وویل شول چې مدرسه رسمی ده، خو کله چې فارغ شوم او د پوهنې وزارت د اسلامی زده کړو معینیت ته لاړم څو اسنادونه مې ارزیابی کړم، راته وویل شو چې ستاسې مدرسه له موږ سره ثبت نه ده او قانونی جواز نه لری.”
مولوی خان محمد د پوهنې وزارت او د حج او اوقافو له وزارتونو غوښتنه کوی ترڅو د بهرنیو هېوادونو د دینی مدارسو د فارغانو په څېر د دوی اسنادونه هم ارزیابی کړی چې وکولای شی لوړې زده کړې وکړی.
افتخار احمد د خان محمد په څېر هم هغه مهال له ورته برخلیک سره مخ شو، چې کله دی هم له یوې نارسمی دینی مدرسې څخه فارغ شو چې په وینا یې د اتم ټولګی معادل وه.
دی وایی: ” ما د دارالقرآن مدرسه چې تر اتم ټولګی پورې په کې زده کړې کېدې، ولوسته، خو وروسته خبر شوم چې له دولت سره ثبت او راجستر نه ده، نو مجبور شوم چې دولتی ښوونځی له پیله شروع کړم.”
بل لوری ته بیا د چارو شننونکی په هېواد کې د دینی مراکزو د نه ثبت پړه پر حکومت وراچوی او وایی چې په اداراتو کې په لویه کچه فساد ددې سبب ګرځېدلی چې د ینی مدرسو مسؤولین په آسانۍ زړه نه ښه کوی چې خپلې مدرسې ثبت او راجستر کړی.
د چارو شننونکی او د ننګرهار ولایتی شورا پخوانی غړی ذبیح الله زمری وایی، په افغانستان کې تر سلو زرو زیات د دینی مدرسو زده کوونکی فارغ او یا لا هم پر زده کړو بوخت دی چې مدرسې یې لا هم له حکومت سره رسمیت نه لری.
په همدې دول په جلال آباد ښار کې د یوه خصوصی دارالحفاظ مهتمم مولوی فضل الرحیم وایی، د دولت له خوا د دینی مدرسو د ثبت د مراحلو سختوالی ددې سبب شوی چې دی خپله مدرسه ثبت نکړای شی، خو وایی هڅه کوی د فارغو زده کوونکیو لپاره د پوهنې وزارت سره یوې هوکړې ته ورسېږی.
د مولوی فضل الرحیم په وینا، په افغانستان کې د دینی مدرسو فعالیت، تر ډېره د هغو زده کوونکو مخنیوی هم کړی چې تر دې وړاندې به یې په پاکستان کې دینی زده کړې تر سره کولې.
د ننګرهار د حج او اوقافو ریاست د معلوماتو له مخې یوازې د ننګرهار په کچه نوی زره تنه په غیرراجستر شویو دینی مدرسو کې زده کړه کوی چې په همدې شمېر کې ترې فارغ شوی هم دی، خو د پوهنې وزارت د شته معلوماتو له مخې له دوی څخه یو یې هم په دولتی کانکور آزموینه کې برخه نده اخیستې او دوی یې لامل له دولت سره د دغو مدرسو د رسمیاتو نه درلودل په ګوته کوی.
بل خوا په کابل کې د پوهنې وزارت ویانده مېرمن نجیبه آرین بیا وایی چې له دوی سره په ټول هېواد کې ۱۱۲۸ دینی مدرسې د څوګونو مرحلو په پوره کولو سره ثبت او راجستر دی.
آغلې آرین وایی چې د یادو مدرسو هر فارغ زده کوونکی حق لری چې د کانکور په آزموینه کې برخه واخلی.
نوموړې د غیر راجستر شویو مدرسو د فارغو زده کوونکو په اړه وایی: “موږ د دې لپاره یو ځانګړی میکانیزم لرو چې په بشپړولو سره یې دوی هر یو کولی شی چې دولتی آزموینه ورکړی او تر بریالیتوب وورسته اسناد ورکول کېږی.”
د پوهنې وزارت ویانده زیاتوی چې په دولتی آزموینه کې تر بریالیتوب وروسته د نا راجستر دینی مدرسو فارغان کولی شی په عمومی او اختصاصی کانکور کې ګډون وکړی، خو تر اوسه پورې دغه کانکور اخیستل شوی ندی.
مېرمن آرین زیاتوی چې د پوهنې وزارت د خپلو ټولو مدرسو څارنه په سمه توګه ترسره کوی او په ټولو کې د معارف نصاب تدریسېږی، خو نصاب یې په خپلو کې سره توپیر لری.
هغه وایی چې: “له موږ سره په ټول هېواد کې ۱۱۰ دارالعلومه، ۲۱۷ دارالحفاظه او ۸۰۱ مدرسې ثبت او راجستر دی چې د پوهنې وزارت یې له حال او احوال څخه معلومات لری.
د پوهنې وزارت ویانده زیاتوی چې اوسمهال د دینی مدرسو نصاب د پوهنې وزارت له اوسنی تعلیمی نصاب سره توپیر لری او وایی چې زمونږ د مدرسو فارغین، ټولنې ته د یوه دینی عالم په توګه وړاندې کېږی، ځکه د دوی تعلیمی نصاب بشپړ دی او څوک چې له دینی مدرسو فارغ شی، په ټولنه کې د یوه منل شوی دینی عالم په توګه دنده ترسره کولای شی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.