په ننګرهار کې ګڼو ستونزو د تعلیم کېفیت خراب کړی دی

په ننګرهار کې ګڼو ستونزو د تعلیم کېفیت خراب کړی دی

راپور: مطیع الله عالمزی

په ننګرهار کې ولسی وګړی او د پوهنې متخصصین شکایت لری چې د مسلکی استاذانو نه شتون، د درسی کتابونو کمبود، د معیاری او مناسب تعلیمی نصاب نشتوالی، په ولسوالیو کې د ښوونځیو د معیاری ودانیو نه شتون، امنیتی ستونزې او ګڼ نور مشکلات د تعلیمی سویې او زده کړو د کېفیت د خرابوالی سبب شوی دی.
ننګرهار د هېواد په ختیځ کې یو له هغو ولایتونو څخه دی چې د علم او ادب زانګو کڼل کېږی، خو د ګهیځ موندنې او شواهد ښیی چې په دې وروستیو کې د ټول هېواد تر څنګ په دغه ولایت کې د ښوونځیو د زده کړو بهیر او درسی کېفیت خراب شوی دی.
د ننګرهار ولایت د پوهنې ریاست مرستیال اول ګل ابو زاهد وایی، اوس مهال د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې (۹۰۲) نهه سوه دوه بابه دولتی ښوونځی شته، چې د تدریس چاری یی د ( ۱۴۲۱۸) څوارلس زره دوه سوه اتلس رسمی او (۹۰۰) نهه سوه حقه الزحمه ښوونکو له خوا پرمخ وړل کېږی.
خو نوموړی وایی د نوی تعلیمی کال له پیل څخه د پوهنې وزارت د هدایت له مخې حقه الزحمه لرونکی ښوونکی له دندو لیرې کړی او د یادو ښوونکو درسی مکلفیت هم اوس د رسمی استاذانو له لورې پر مخ وړل کېږی چې د نوموړی په خبره، د نورو ستونزو تر څنګ دې موضوع هم د درسونو پر کېفیت منفی اغېز کړی دی.
د ننګرهار په ښوونځیو کې درسی کېفیت ولې ټیټ دی؟
د پوهنې ریاست علمی مرستیال اول ګل ابو زاهد او د یاد ریاست د تفتیش آمر قاضی محمد ادریس بهرام په ښوونځیو کې د بېلا بېلو مضامینو لپاره د مسلکی استاذانو نه شتون، د درسی کتابونو کمبود، د معیاری او مناسب تعلیمی نصاب نشتوالی، د ولسوالیو په ښوونځیو کې د زده کوونکو لپاره د ښوونځیو د معیاری ودانیو نشتون، امنیتی ستونزې او ځینې نورې نا اټکل شوې ستونزې د ننګرهار ولایت په بېلا بېلو ښوونځیو کې د درسونو د کېفیت د ټیټوالی لاملونه بولی.
د پوهنې ریاست تدریسی مرستیال وایی، له یادو ستونزو سره ـ سره بیا هم د پخوا په پرتله درسی کېفیت ښه شوی او اوس مهال د کانکور په آزموینه کې زیات زده کوونکی لوړو زده کړو ته لار مومی.
د ننګرهار پوهنی ریاست د تفتیش آمر قاضی محمد ادریس بهرام بیا وایی: “څو لاملونه دی، چی دا خبره په حقیقت بدلوی، یو د سر پنا نه شتون، دوهمه مسأله د کتابونو نه شتون، او درېیمه مسأله د ښوونکو کمبود دی.”
خو د پوهنې ریاست اړوند د ښوونځیو اداری او تدریسی کارکوونکی او ښوونکی بیا د یادو ستونزو تر څنګ، د موجوده درسی نصاب څخه سر ټکوی او عمده لامل یې همدا بولی.
د عبدالرحیم نیازی لېسې تدریسی مدیر محمد اسحاق په دې اړه داسې وایی: “څو لاملونه دی چی د شاګردانو علمی کچه ټیټه ده، یو د درسی نصاب پیچلتیا ده، بل د ښوونکو کمبود، بل د والدینو نه پاملرنه، او بل هم د مسلکی سیمینارونو نه شتون دی ”
خو د ښوونې او روزنې یو شمېر مسلکی غړی بیا په ښوونځیو کې د درسی کېفیت د ټیټوالی لامل د مسلکی ښوونکو نه شتون گڼی.
د دوی په خبره، د ښوونکو لپاره د دوی په مسلکی برخه کې د سیمینارونو نه شتون، د پوهنې ریاست له لورې په خپل وخت د ښوونځیو نه څارنه او غیر معیاری نصاب د زده کړو کېفیت خراب کړی دی.
د ننګرهار دارالمعلمین یو تن استاذ ثناءالله صالحی هم ورته خبره کوی او په دې اړه وایی: “مسلکی ښوونکی نشته، دوی ته باید مسلکی سیمینارونه زیات شی، او که کله ښوونکو ته سیمینار هم ورکړل شی نو باید چې تعقیب شی، څارنه یی وشی، بله دا چې مناسب چاپیریال نه شته او نصاب معیاری نه دی.”
له بل پلوه زیاتره ښوونکی په دې باور هم دی چې په ځینو زده کوونکو کې د تعلیمی کچې د ټېټوالی یو اساسی علت زده کړو ته د دوی د کورنیو کمه پاملرنه ده، چې لاملونه یې د دوی په وینا په ټولنه کې ناسم او ټیټ اقتصادی وضعیت دی، چی هم یې د کورنۍ په مشرانو او هم په زده کوونکو بده اغېزه کړې او داچاره د دې باعث شوې، چې زده کوونکی لکه څنګه چې په کار ده و نه روزل شی.
د عبدالرحیم نیازی لېسې یو تن ښوونکې اسرارالله په دې اړه وایی: “ډېری کورنۍ غریبی دی، شاګردان پس له وخته کارونو ته سوق کوی او همداراز زیاتره زده کوونکی هم دې ته اړ دی چی کارونه وکړی.”
د ښوونځیو زده کوونکی بیا وایی، چې د دوی د کورنیو خراب اقتصادی وضعیت، په ځینو ولسوالیو او کلیو کې د زده کوونکو د کورنیو کمه پاملرنه او د ښوونځیو په درسی بهیر کې د ښوونکو بې پروایی په درسی بهیر او د زده کوونکو کې د علمی سویی د ټیټوالی لاملونه دی.
د عبدالرحیم نیازی لېسې د دولسم ټولګی یو زده کوونکې هم په دې اړه وایی: “اصلی علتونه یی دا دی چی هغه زده کوونکی چې علمی کچه یی ښکته ده، دوی په خپل ځان بې باوره دی دوی سالم فکر نه لری، تعلیمی ارزښتونو ته قایل نه دی او ځینی وخت یې کورنۍ دې ته اړباسی چې باید دې ټکی ته پام وکړی او کورنۍ رویه باید داسې وکړی چې هغه یو ښه ځوان ټولنې ته وړاندې کړی او مثبت نقش ولوبوی.”
آیا د ښوونځیو شته درسی نصاب مسلکی او ګټور دی؟
په ننګرهار ولایت کې د بېلا بېلو ښوونځیو ښوونکی وایی، چې د پوهنې وزارت موجوده تعلیمی نصاب معیاری نه دی او په وینا یې، تعلیمی نصاب ډېر پیچلی او سخت دی. دوی زیاتوی چې د دې نصاب د عملی کېدو څخه کلونه تېرېږی خو لا هم پکې چاپی، علمی او مسلکی ستونزې شته. په دې اړه د ننګرهار عالی دارالمعلمین استاذ ثناءالله صالحی داسې وایی:

په نوره نړۍ کې نصاب د شاګردانو په خوښه او د هغوی د علمی سویې او منطقوی لهجو په اساس جوړیږی خو دلته بیا د نصاب د جوړښت چاره یوازې په مرکزی اداره کې تر سره کېږی چی همدا نصاب بیا د نورستان، بدخشان، ننګرهار، کابل او د هېواد ټولو ولایتونو د ښوونځیو لپاره یو شان دی او داخپله یوه ستونزه ده.”
د بېلا بېلو ښوونځیو ښوونکی هم د نصاب د پېچلتیا ستونزه د زده کوونکو د علمی سویې په ټیټوالی کې اساسی علت بولی او وایی چې له نورو ژبو ژباړل شوی نصاب نه د دوی او نه هم د شاګردانو ستونزه حلولی شی.
د عبدالرحیم نیازی لېسې دوه تنه ښوونکی هر یو واحدالله او اسرارالله په دې اړه ورته نظر لری او وایی: موجوده نصاب پیچلی او سخت دی، زیاتره ښوونکی یې په سمه توګه نشی تدریسولای. ”
د بېلا بېلو ښوونځیو ښوونکی بیا په دغه برخه کې د علمی سیمینارونو د دایرېدو غوښتنه کوی، ترڅو پر مټ یې په نصاب کې د شته سختو او پېچلو موضوعاتو په اړه وپوهېږی او له مسلکی استاذانو څخه خپلې شته ستونزې حل کړی.
بل لور د ننګرهار پوهنې ریاست چارواکی بیا په دې اړه چې ولې یې ښوونکو ته سیمینارونه ندی دایر کړی، وایی دوی د هر ښوونځی لپاره د نظارت مسلکی غړی پر دندو ګمارلی او هم د ساینس آمریت د مسلکی غړو څخه ښوونکی کولای شی وخت پر وخت معلومات لاسته راوړی.
د پوهنې تدریسی مرستیال ابو زاهد په نصاب کې یو شمېر ستونزو ته په اشارې سره وایی چې:” په لومړیو کې د نصاب کتابونو ستونزه لرله خو په همغه نږدې وخت کې مو له وزارت سره ستونزه شریکه کړه او وزارت زمونږ په غوښتنه رهنما کتابونه راولېږل او هغه په ټولو مکاتبو کې توزیع شول، اوس هم که ښوونکی ستونزه ولری کولای شی د نظارت له غړی او یا هم د ساینس آمریت له مسلکی، میتودیکو او اکاډمیکو غړو سره یی شریکه کړی.”
داچی ولې ښوونکو ته علمی سیمینارونه نه دایریږی او پرځای یی بدیلې لارې وړاندې کېږی په دې اړه د تفتیش آمر ښاغلی بهرام داسې وایی: “سیمینار دایرول ډېر مصرف لری نو دا د پوهنې ریاست او یا وزارت په توان کې نه ده چې د ۱۶۰۰۰ شپاړس زره ښوونکو لپاره دومره بودیجه برابره کړی.”
د زده کړو کېفیت لوړ والی لپاره اقدامات:
د ننګرهار پوهنې ریاست د مسؤولینو په وینا د تدریسی کېفیت د ښه والی لپاره یې اوس اساسی ګامونه پیل کړی، او غواړی په دغه برخه کې د زده کوونکو د علمی کچې د ضعف درجه صفر ته را ورسوی. د پوهنی ریاست علمی مرستیال پدې اړه وایی: “زر ده چی په نږدې راتلونکی کې به د شاګردانو د علمی کچی د لوړولو لپاره کوټلی اقدامات ترسره کړو او دا چاره به حلوو، په دې برخه کې کار روان دی او تقریبا ٪ ۹۹ سلنه زده کوونکی کانکور کې بریالی کېږی خو بیا هم خنډونه او ستونزې شته.”
دا چی په لنډ وخت کې به دوی له کومو لارو دغه ستونزه حلوی په اړه یې د پوهنی ریاست د تفتیش امر وایی: “په هر مکتب کې مو د نظارت یو غړی ګمارلی تر څو څارنه تر سره شی او همداراز تېر کال مو د زده کوونکو څخه د علمی بوړد په واسطه امتحان واخیست، ترڅو شاګردان تشویق او وهڅول شی او درس زده کړی، همداراز د دوه سوو مکتبونو د جوړښت چارې به سږ کال تر سره شی چی دا به هم د شاګردانو په سویه مثبت تأثیر ولری.”
د ښوونکو ظرفیت لوړونه او د پوهنې ریاست!
په ښوونځیو کې د ښوونکو شکایت تر ډېره همدا دی چی د دوی لپاره علمی سیمینارونه نشته او آن له څو کلونو راهیسې یې د ظرفیت لوړونې کومه علمی برنامه نه ده اخیستې.
د میا عمر لېسې سرښوونکی عبدالصبور سبحانی یې په اړه وایی: “مونږ د څو کلونو راهیسې هېڅ کوم علمی سیمینار نه دی اخیستی او نه مو په دې برخه کې شته تدریسی ستونزی چا حل کړی، علمی سیمینارونه د استاذانو لپاره ځکه اړین دی چی له تازه علمی معلوماتو څخه وخت په وخت خبر شو.”
خو داچې په دغه برخه کې نورې کومې برنامې باید ترسره شی تر څو د ښوونکو ظرفیت ورسره لوړ شی او هم ښوونکی د مسلکیتوب خواته نږدې شی، په اړه یې د تفتیش آمر وایی: “د پوهنې وزارت له لورې د معلمینو د ظرفیت لوړونې په برخه کې په هره ولسوالۍ کې د دولسم پاس ښوونکو لپاره دارالمعلمینونه جوړ شوی دی، سږ کال به یو زر او اتیا، څوارلسم پاس ښوونکی لوړو زده کړو ته معرفی شی تر څو مسلکی شی.”
د ده په وینا په راتلونکې کې به د مسلکی دارالمعلمینونو استاذان د وزارت د لایحې په اساس په ښوونځیو کې د مسلکی ښوونکو په توګه له عامو ښوونکو سره له نږدې ستونزې حلوی او همالته به ورته وخت په وخت علمی سیمینارونه دایروی، او هم به د نظارت برخه تقویه کوی تر څو د ښه نظارت په نتیجه کې د زده کړو کچه ښه شی.
پر دې ټولو ستونزو سربیره په دولتی ښوونځیو کې له خپلې دندې سره د ښوونکو کمه علاقه، خپلې رسمی دندې ته په سمه وخت نه ورکول، د معاش د کم والی په بهانه په نورو چارو د ښوونکو بوختیا او د ننګرهار ولایت په ځینو ښوونځیو کې د ښوونځیو د مدیرانو له لورې مالی او اداری فساد هغه څه دی چې د دغه ولایت په ښوونیز بهیر کې یی ستونزې رامنځ ته کړې.
داچی دغه ستونزې تر یو حده د پوهنې ریاست صلاحیت لرونکی مسؤولین هم منی او ادعا کوی چې د حل په اړه یې خپلې طرحی او برنامې لری هغه څه دی چې په راتلونکې کې به وکتل شی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.