په ننګرهار کې یو ورځنی ورکشاپ جوړ شو.

 

په ننګرهار کې یو ورځنی ورکشاپ جوړ شو.

 

د ګهېځ لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنې له لورې ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار کې د سیمه ییزو رسنیو یو شمېر ژورنالیستانو ته د (روان ۱۳۹۸ کال د غویی پر ۵ مه) یو ورځنی روزنیز ورکشاپ جوړ شو.

یاد ورکشاپ چې د سیمه ییزو رسنیو خبریالانو  پکې ګډون کړی و، د قران کریم په تلاوت سره پیل شو، ورپسې

د هېواد په ختیځ  زون کې د ګهیځ ټولنې مسوول او آزاد خبریال محفوظ الحق کاکړ د ټولنې پر فعالیتونو رڼا واچوله او ژورنالیستانو ته یې ډاډ ورکړ، چې د دوی د حقونو خوندیتوب لپاره به یاده ټولنه هلې ځلې کوی او د دوی د وړتیاوو د لوړونې لپاره به د دا ډول ورکشاپونو لړۍ دوام ولری.

ورپسې ژورنالیست او د نظر خاوند ایوب ظاهر ژورنالیستانو سره خپلې تجربې شریکې کړې او ځینی لارښوونې یې ورته وکړې.

نوموړی د خپلو خبرو په ترڅ کې ژورنالیستانو او خبریالانو ته وویل چې  ژورنالیستان د حقایقو په څرګندولو سره یو لوی مسوولیت ترسره کوی.

د غونډې په دویمه برخه کې د پوهنتون استاد او په ننګرهار کې د پژواک خبری اژانس خبریال یوسف ظریفی ژورنالیستانو ته د ژورنالیزم د اخلاقی اصولو او موازینو په اړه او همدارنګه د رسنیز رپوټ لیکنو د عملی لارو چارو په اړه دوه جلا علمی بحثونه وړاندی کړل چې د ګډون کوونکو خبریالانو له خوا یې په خورا ګرمۍ استقبال وشو.

د غونډې د ګډونوالو له ډلې یو تن صفی الله د منار راډیو خبریال د دې روزنیز ورکشاپ په اړه وویل: “ډېر زیات خوښ یم، چې دا ډول یوه ورکشاپ کې ګډون کوم .”

هغه له ګهیځ ټولنې هم  مننه وکړه، چې د ژورنالیستانو د روزنې او ظرفیت لوړونې لپاره دا ډول ورکشاپونه جوړوی. 

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.