په نورستان کې د همکارو بنسټونو له لورې د عامه پوهاوی په برنامو تطبیق کې اداری فساد کېږی.

په نورستان کې د همکارو بنسټونو له لورې د عامه پوهاوی په برنامو تطبیق کې اداری فساد کېږی.
راپور : شکیب مروان
د ګهیځ موندنې ښیی چې د نورستان لپاره د یو شمېر همکارو بنسټونو او یا هم د حکومت له لورې د عامه پوهاوی په برنامو کې په پراخه کچه اداری فساد کېږی
نورستان چې د پلازمینې کابل لرې پروت ولایت دی د افغان حکومت سره یو شمېر همکارې مؤسسې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالی د مبارزې او همدارنګه په ګڼو نورو برخو کې د عامه پوهاوی برنامې، ورکشاپونه او سیمینارونه په لاره اچولی دی چې د یادو برنامو په وړاندې شکایتونه ورځ تر بلې په ډېرېدو دی.
د نورستان اوسېدونکی وایی، دغه برنامې چې نورستان ته راوړل کېږی د دې ولایت لپاره د دغو مؤسسو او ادارو د استازو لخوا یواځې د فساد لپاره څو مشخص کسانو ته ورکول کېږی او د نورستان ډېره برخه خلک تر ې ناخبره او بې برخې پاتې کېږی.
د نورستان مرکز پارون یو تن اوسېدونکی چې نه غواړی نوم یې دلته ولیکل شی د خپل شهرت د پټ ساتلو په شرط ګهیځ ته وویل چې دا لړۍ له ډېر وخته روانه ده او یواځې خلک د پیسو لپاره د نورستان خلکو حق خوری. دا وایی ((دلته ډېر خلک د اګاهۍ په نوم راځی او په یو محدود ځای کې یا دوه کسانو سره یا پنځو کسانو سره ګوری او بس څوک چې د ټولنې په کچه مشهور دی او باید ورته پوهاوی ورکړل شی هغوو خلکو ته نه ورکول کېږی فقط یوه هوایی پروژه جوړیږی عکسونه اخیستل کېږی او راپور ورکول کېږی چې دا برنامه نورستان کې ترسره شوه خو ټول چل د داسې سیمینارونو لپاره چې کومې د کرایې په نوم پیسې ځانګړې شوی وی هغوو ته وی دغه پیسې د همدغه استازو له خوا د خلکو نه وهل کېږی او د دوی جیبونو ځی ))
د نورستان اوسېدونکو له لورې په داسې مهال په دې برنامو د اداری فساد نیوکې ډېرېږی چې په دې وروستیو کې د ملی مشارکت له لورې په سوله کې د مېرمنو ونډې او همداشان په کورنی ژوند کې د ورسره مخ ستونزو د مخنیوی او په دې برخه کې د عامه پوهاوی برنامې په لاره اچول شوی دی.
ملی مشارکت په نورستان کې د ۱۴۰۰ کال د ۳ میاشتې دوهمه نېټه د نورستان مېرمنو لپاره د هغوی په وړاندې د تاوتریخوالی او په کم عمرۍ کې د واده کولو د عامه پوهاوی سیمینار په لاره اچولی ؤ یو تن ګډونوال یې ګهیځ ته وویل چې دغه برنامې یواځې د پیسو لپاره کېږی دا زیاتوی د نورستان مرکز په کچه په شمار څو مېرمنو پکې ګډون کړی وو او نورې ټولې مېرمنې ناخبره او بې برخې پاتې شوی ((لومړی خو دا خلک چې کومې برنامې راوړې د نورستان خلکو لپاره ډېرې ګټوری دی خو څنګه چې پکار ده هغسې نه وړاندې کېږی لکه دوی ښځو ته د هغوی د حقونو په برخه کې سیمینار دایروی خو فقط نیم ساعت … دا به کله یوه د نورستان چې زده کړې نلری د کور کلی مېرمن په خپلو حقونو خبرې کړی دا بېخی د منلو نه ده دلته یواځې د پیسو لپاره دا کارونه کېږی بله دا چې پارون په کچه د ګوتو په شماره ښځې پکې بلل کېږی دا نو څه معنا؟ دا نورې ولې ؟ او هغه ښځې چې دوی یې په ټلیفون راغواړی او په دې خبرې دی چې دلته پیسې ورکول کېږی زه نه پوهېږم چې د کابل نه به دا پیسې څومره وی خو دلته فقط ۳۰۰ او یا هم ۴۰۰ ورکول کېږی))
ومو غوښتل چې د نورستان اوسېدونکو د عامه پوهاوی په برخه کې د سیمینارونو دایرولو کې د فساد تورنو په اړه لا ډېر معلومات ترلاسه کړو په نورستان کې د ملی مشارکت له استازی نه مو وپوښتل په دغه ولایت کې د ملی مشارکت استازې ریحانه وایی، هغه کسان چې د دوی په برنامو باندې نیوکه کوی درست کار یې نه بولی.
د نورستان لپاره د ملی مشارکت استازې ریحانې ګهیځ ته وویل ((زه د خپل دفتر او برنامو په اړه یواځې ویلی شم او د نورو په اړه معلومات نلرم چې څوک دلته څه کوی او خلکو ته یې ګټه څومره ده خو مونږ خپل کوشش کوو چې یو برنامه کومه چې د مرکزی دفتر لخوا راکول کېږی په ښه شکل ترسره کړو دا چې د دوی پکې ګډون کم رنګه دی دا د دوی خپله ګناه ده او دا چې وایی اداری فساد کېږی نه دا خبره بېخی ردومه مونږ د هر سیمینار وروسته د ګډونوالو لپاره کم اندازه پیسې د کرایې لپاره ورکوو او بېرته یې راپور خپل مرکزی دفتر ته ورکوو چې په دې برخه کې مونږ ته د فساد کومه لاره نشته او دا بې ځایه خبره ده ))
نورستانیان زیاتوی، نه یواځې دا چې په دې برنامو کې پیسې پټیږی، بلکې په سم شکل نه تطبقیږی ځکه هغه کسان چې دا سیمینارونه په مخ وړی یا خو د دې خلکو په ژبه نه پوهېږی او یا هم د دې ځای له دود او دستور سره اشنایی نلری چې دا په خپله د فساد لپاره زمینه سازی ده.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.