په نورستان کې ۱۳۰۰ جریبه کرل شوی کوکنار له منځه وړل شوی

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وری ۳۱ نېټه):
د سرپرست افغان حکومت د امیر د یوه فرمان په ترڅ کې د کوکنارو کښت په ټول هېواد کې ممنوع اعلان کړل، چې اوس مسوولین د نورستان ولایت په دریو ولسوالیو کې د دغې بوټی د له مینځه وړلو په موخه عملیاتونه ترسره کړی.
یاد کښتونه چې په شا او خوا ۱۳۳۰ جریبه ځمکه کې کرل شوی وو ۱۳۰۰ جریبه ځمکه له دغه کښت څخه پاکه شوی او پاتی ځمکې د پاکولو عملیات هم جریان لری.
د نورستان والی الحاج حافظ محمد آغا حکیم ویلی دی چې په یاد ولایت کې د کوکنارو د کښت تر له منځه وړلو او منعه کولو وروسته غواړی چې دلته کرهنې او مالدارۍ ته پراختیا ورکړی.
ده هیله څرګنده کړې چې کرهنه به په یاد ولایت کې له دودیز شکل څخه نوی او عصری شکل ته واړوی ترڅو د خلکو کورنی اقتصاد پیاوړی کړی.
هیره دې نه وی چې په دی ورستیو کې د کوکنار له منځه وړلو کمپاین په ټول هیواد کې په چټکې سره ادامه لری.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.