په نږدې راتلونکې کې د ا.ا لخوا د لویې غونډې رابلل؛ په هېواد کې شته اختلافات ختمولی شی؟

نذیر منیب: د ګهیځ خبریال
(نن دوشنبه د ۱۴۰۱ لمریز کال د غبرګولی ۱۶مه او د ۲۰۲۲ زېږدیز کال د جون ۶مه نېټه ده)
ا.ا وایی چې ټاکل شوې ده په نږدې راتلونکی کې د هېواد په کچه “د سیاستوالو په ګډون د افغانانو د ملی‌ مجموعې غونډه” جوړه شی.
که څه هم تر اوسه د ا.ا.ا چارواکو په مشخص ډول نه دی ویلی چې دغه غونډه د کومې موخې لپاره رابلل کېږی خو وایی، چې د هېواد د سیاسی، امنیتی او ټولنیزو مسایلو په هکله به په کې خبرې وشی.
د ځینو غیر رسمی سرچینو په باور ښایی، یوازینۍ موخه یې د اسلامی امارت او په هېواد کې د هغوی د پخوانیو مخالفینو تر منځ یو پر بل د بې باورۍ له منځه وړل وی.
تر اوسه د دې غونډې د کره نېټې په اړه هم څه نه دی ویل شوی.
تېره شنبه (د غبرګولی په ۱۴مه) باختر دولتی خبری آژانس د ا.ا د مرستیال ویاند انعام الله سمنګانی له قوله وویل، چې سیاسی کمیسیون یې د دې غونډې پر جوړیدو کار کوی او د غونډې د طرحې له نهایی کیدو وروسته، اجنډا او د غونډې د رابللو وخت جوتېږی.
ویل کېږی چې په دې غونډه کې به د قومونو ځینې استازی، دینی عالمان او سیاسی څېرې ګډون وکړی.
د روان کال د غوایی میاشتې پر ۱۸مه نېټه د ا.ا مرکزی ویاند ذبیح الله مجاهد هم رسنیو ته ویلی و چې په دې غونډه کې به د افغانستان د هرې طبقې استازی شتون ولری: “په دې هڅه کې یوو چې د افغانانو ترمنځ یوه غونډه جوړه شی، د قومونو مشران، سپین ږیری، علماء او ټول راغونډ شی”.
پر افغانستان د ا.ا د بیا واکمنېدو کم و زیات نهه میاشتې وشوې خو ځینې اختلافونه لا هم پر خپل ځای دی. دا هېواد په معاصر تاریخ کې تل د عمده مسایلو د هواری په موخه د لویو جرګو او مشورتی غونډو شاهد پاتې شوی دی.
د غونډې اغېزمنتوب:
دې غونډې ته هم ځینې خوشباورۍ شته چې و به کولی شی په هېواد کې شته اختلافونه او ستونزې ختمې یا لږ تر لږه په کمښت کې یې اغېزمن رول ولوبوی.
سیاسی کارپوهان وایی چې د نوی حکومت لپاره دغه غونډه خورا مهمه ده دوی وایی هیله من دی چې د شته ستونزو د هواری لپاره به یې اغېزې مثبتې وی او ګټورې پایلې به ولری.
په امریکا کې د پوهنتون استاد او سیاسی څېړونکی عبیدالله برهانی وایی اغېزمنتوب یې په دې کې دی، چې د دې غونډې ډول او ترکیب به تر پخوانی فرمایشی شکل ډېر توپیر ولری.
برهانی وایی: “دا غونډه به تر پخوانیو څخه ډېر توپیر ولری، د طالبانو په حضور کې به د دې غونډې توصیف او ترکیب په نوی شکل وی، نه د هغه پخوانیو لیستونو په شان چې په فرمایشی شکل راغوښتل کېدل. که رښتیا همداسې وشی، کولی شی چې راغلی اشخاص د مسایلو اړوند غوڅ نظر او سپارښتنې ولری. چې کولی شی د اوسنی نظام او د افغانستان د مسایلو په اړه مثبتې اغېزې ولری. زما په نظر امید شته چې د ډېری مسایلو اړوند به مثبتې کړنې رامنځ ته کړی”.
د نړیوالو اړیکو کارپوه او سیاسی چارو څارونکی عبدالحی قانت هغه خلک چې په ملی روحیه سمبال وی، وطن سره مینه ولری او د ستونزو هواری غواړی دغه غونډه یې ډېره ښه لاره ده.
قانت زیاته کړه: ” جوړېدونکې غونډه زیاته مهمه ده، مهم والی یې په دې کې دی، چې د افغانستان د نظام، اساسی قانون او د نورو حیاتی برخو په اړه په کې بحث وشی، هغه خلک چې غواړی د دې هېواد مشکل او معضله حل شی، دا یې تر ټولو ښه لاره ده”.
د افغانستان د پخوانی حکومت لومړی مرستیال امرالله صالح بیا پر خپل فیسبوک پر یادې غونډې نیوکه کړې او ویلی یې دی چې بهر ته د تلونکو مخالفینو او مېرمنو له حضور پرته دا غونډه یوازې د ا.ا د واکمنۍ د پیاوړی کېدو داوم دی.
د افغانستان لپاره د اروپایی ټولنې سفیر اندریاس فون برانډټ سره له دې چې دا ډول غونډې د افغانانو د اوسنیو اختلافاتو لپاره کافی نه بولی خو په دې باور دی چې دا ډول غونډې کولی شی په یو جګړه ځپلی هېواد کې د اختلافاتو د هواری لپاره پیل و اوسی.
فور برانډټ په یوه مرکه کې ویلی:”په یقین سره چې یوه غونډه او یا هم میکانیزم یوازې کافی ندی. لویه جرګه کولی شی یو پیل او ښه والی و اوسی خو کافی به نه وی. هغوی باید د ټولو لوبغاړو د منلو په لټه کې و اوسی.”
خو سیاسی شنونکی عبدالحی قانت وایی دا چې سل سلنه دې هر سړی له دې کاره خوښ شی شونې نه ده او نه هم واقعی برېښی.
پایله:
د افغانستان د وضعیت د ښه والی لپاره جوړېدونکې غونډې ته په کور دننه او بهر کې هیلې راټوکېدلې دی. باورونه دا دی چې دا غونډه په کورنۍ کچه د خلکو د ملاتړ او پاملرنې د جلب لپاره اړینه ده، څو د احتمالی خطرونو له رامنځته کېدو چې واکمنی او نظام ګواښی مخنیوی وکړی او د هېواد کشالې د هواری لپاره تر ټولو غوره لاره ثابته شی.
د اسلامی امارت مشران او د پخوانی حکومت غړی او یو شمېر سیاستوال چې تر منځ یې لا هم بې باوری شته، دا غونډه کولی شی د دغې بې باورۍ رېښې پرې کړی.
بل خوا د اسلامی امارت جګپوړی غړی انس حقانی هیله څرګندوی چې دا غونډه به ښې پایلې ولری.
هېواد ته د پخوانی حکومت د ځینو چارواکو راستنېدل بله هغه موضوع ده، چې وار له مخه د یو بل منلو، د باور فضا رامنځ ته کولو او د دغې غونډې د لا اغېزمنتوب څرکونه په کې ښکاری.
خو دا چې دا غونډه به کله وی، داسې ښکاری چې هېواد ته د یو شمېر مرورو سیاستوالو د بېرته را ستنېدو په موخه تر یوې نېټې وځنډېږی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.