شنبه، د لړم ۱۴مه
کابل/ګهیځ: د هلمند ولایت د مرکز لښکرګاه په صنعتی ښارګوټی کې د پنبې او غوړیو نوې جوړې شوې فابریکې په کار پیل کړی دی.
باختر دولتی خبری اژانس په خپل رپوټ کې ویلی، چې د دغې فابریکې پرانستغونډه کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوول ژمنه کړې، چې هېوادوالو ته به په نورو برخو کې هم کاری فرصتونه برابر کړی.
په رپوټکې د یادې فابریکې د مرستیال محمد حلیم امینی په حواله ویل شوی، چې پر دغې فابریکې ۵۰۰ زره امریکایی ډالره پانګونه شوې او د شپږو میاشتو په موده کې یې چارې بشپړې شوې.
دوی خبر ورکوی، چې د فابریکې په بېلا بېلو برخو کې له ۷۰ څخه تر ۱۰۰ تنو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
د معلوماتو له مخې، دا مهال په هلمند کې شاخوا ۱۲۰ فابریکې شتون لری چې ډیری یې فعاله او پر نورو یې عملاً کار روان دی.
گهیځ