په هند کې د حاکم ګوند لخوا د اسلام ستر پیغمبر ته سپکاوی؛ القاعده د مرګونو بریدونو خبر ورکوی

ګهیځ نیوز: نن پنجشنبه (د غبرګولی یا جوزا ۱۹مه او د جون میاشتې ۹مه نېته ده) القاعده ویلی، چې د هند په بېلا بېلو ایالتونو کې به مرګونی بریدونه وکړی.
د راپورونو پر بنسټ، القاعده ډلې د اسلام د ستر پیغمبر په اړه د هند د حاکم ګوند د ویاندې نو پور شرما د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې د مرګونو بریدونو خبرداری ورکړی دی.
القاعده په یوه لیک کې ویلی، د یادو څرګندونو په غبرګون کې به په ممبیی، نوی ډیلی، اترا پردېش ایالتونو کې مرګونی بریدونه وکړی.
په هند کې د حاک بی جی پی ګوند ویاندېپه یوه ټلویزیونی بحث کې، د اسلام د ستر پیغمبر محمد صلی الله علیه وسلم په شان کې له سپکاوی ډکه وینا کړې وه.
دغه څرګندونې د عربی هېوادونو په ګډونه د نړۍ د مسلمانو هېوادونو له سخت غبرګون سره مخ شوې.
د ځینو لویو سوداګرو په ګډون عام ولس پر ټولنیزو رسنیو د اعتراضونو او د دغې ویاندې د محاکمې پر غوښتنې سربېره یې د هندی توکو په پېر او پلور هم بندیزونه اعلان کړل.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.