کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۲۹مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخېد احصایې او معلوماتو ملی ادارې ویلی، د تذکرو وېش د مدیریت او تطبیق کمېټې ناسته کې پرېکړه شوې، چې د برېښنایی تذکرو د وېش نویو څانګو د رامنځته کولو او ولسوالیو ته د ځینو څانګو د انتقال پرېکړه شوې ده.
یادې ادارې ویلی، دغه پرېکړه یې هېوادوالو ته د لا ډېرو اسانتیاوو او پر وخت د کارونو ترسره کېدو په موخه کړې ده.
دغه راز په دې ناسته کې د نفوسو د احوال ثبتولو خدمتونو ریاست د کابل سرای شمالی او د ارشیفونو د تنظیم او تطبیق ریاست کې د شپنیو ټیمونو د رامنځته کولو پرېکړه هم شوې ده.
د تذکرو وېش د مدیریت او تطبیق کمېټه د احصایې او معلوماتو ملی ادارې په چوکاټ کې د تذکرو د وېش پروسې د لاښه مدیریت په برخه کې فعالیت کوی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ