پدې وروستیو کې د هېواد له ځینو ولایتونو داسې راپورونه ترلاسه کېږی چې وګړی د خپل مینځی وړو ستونزو له امله، له یو بل سره وسله والې نښتې کوی او په پایله کې یې د شخړې دواړو طرفونو ته زیان رسی او آن د شخړې د اړخونو ځینی کسان پکې وژل کېږی هم.
پرته له شکه هغه حالات چې په تېرو څلورو یا څلور نیمو لسیزو کې پدې خاوره او دې وطن تېر شول، زمونږ ګڼ شمېر خلک او آن زمونږ بسته کورنۍ یې له اروایی اړخه نا آرامه کړې او کېدای شی یو عمده لامل همدا هم وی چې خلک په وړو وړو خبرو له یو بل سره شخړه کوی او بیا خبره وسله والې نښې او مرګ ژوبلې ته رسېږی.
که ښه ځېر شو د انسانانو طبیعت خدای همداسې خلق کړی، چې د خپل فکر خلاف کړنو په بار_بار تکرار کېدو ورته غوسه ورشی. جذباتی شی، ناسم عکس العمل وښیی او بالآخره په داسې اقدام لاس پورې کړی، چې پایله یې خپله ده ته او ټولنې ته نا سمه او خطر ناکه وخېژی.
غوسه په انسانانو کې یوه زهرناکه منفی جذبه ده، چې کله په انسان باندې حاکمه شی، نو د ټول بدن واک ترې اخلی، ځکه غوسه کوونکی شخص هم ځانته او هم ټولنې ته زیان رسوی.
د اروایی ناروغیو څېړنو دا ثابته کړې، چې د غوسه کوونکی شخص بدن د غوسې په وجه داسې هورمونونه افرازوی، چې هغه د وینې په لوړ فشار، د زړه په حملې او عصبی سکتې غوندې ناروغیو ته زمینه برابروی او کېدای شی د غوسې په حالت کې یو کس پدې نا روغیو باندې اخته هم شی.
د دغو څېړنو له مخې هغه کسان چې په دوامداره توګه غوسه کوی، دوی به د یو باحوصله کس په نسبت دوه ځلې زیات د زړه حملې له خطر سره مخ وی او پر دې سربېره به یې د بدن دفاعی سیسټم کمزوری کېږی چې په پایله کې به دوی کم عمر لری.
پر پورتنیو ستونزو سربېره غوسه د تشویش او ډیپرېشن یا ژور خفګان سبب هم ګرځی، چې خپله غوسه کوونکی ورسره د ژوند په مشکلاتو اخته کېدای شی او په همدې توګه د غوسه کوونکی شخص بل زیان ټولنې ته رسېږی؛ ځکه هغه د خپلې غوسې په وجه په ټولنه کې د شته موجوداتو لپاره هم ضرر رسوونکی ثابتیږی.
د روانې اونۍ په ترڅ کې د رسنیو په راپورونو کې راغلل چې د هېواد په شمال کې د بغلان ولایت په خوست ولسوالۍ کې د یوې ونې پر سر د شخړې له امله دوه تنه ووژل شول خپله همدا قضیه غوسې نه سرچینه اخلی.
ځکه نو زمونږ له نظره ځان او ټولنې ته د دې ډول مخ کېدونکو خطراتو د مخنیوی لپاره څو خبرې اړینې دی:تر ټولو لومړی باید د دې لپاره چې په راتلونکی کې پر خپلو کړو پښېمانه نه شو، د غوسې په وخت کې د درد کنټرول لپاره لاس په کار شو چې تر ټولو ګټوره طریقه ده او په همدې ډول یو شمېر نورې لارې – چارې هم د ارواپوهنې د عالمانو له لوری وړاندیز شوې، چې په کارولو سره یې کېدای شی غوسه کنټرول کړو.
طبیعی خبره ده چې په خوار او جګړه ځپلی افغانستان کې د بلې هرې ناروغۍ په څېر اروایی ناروغۍ هم خورا ډېر خلک له ستونزو او کړاونو سره مخ کړی دی، دغه پېښه چې په بغلان کې د رسنیو له خوا خپره شوه او دې ته ورته په لس هاوو څه چې په سل هاوو نورې ستونزې په یقین چې د کرغېړنې او تپل شوې جګړې زېږنده دی او باید د حل لاره یې هم په هماغه تناظر ولټول شی.
اوس ضروری ده ترڅو دې ټکی ته پام وساتو چې تر لسیزو جګړو وروسته نور د غوسې په وجه ځان او ټولنې ته ضرر ونه رسوو او په همدې موخه په کار ده ترڅو لومړۍ په خپل ځان کې حوصله وروزو.
باید د شخړې او ستونزې د رامنځ ته کېدو پر وخت له منطق او دلیله کار واخلو او که کله کوم کس زموږ له نظر سره همغږی نه ؤ، نو باید په زور پر هغه باندې د خپل نظر د تحمیل هڅه ونه کړو.
په افغانستان کې تر اوږدې او کور ورانونکې جګړې وروسته چې د اکثریت وګړو اعصاب په خپل کنټرول کې ندی، ښه به دا وی چې لومړی له خلکو سره په بې ځایه موضوعاتو بحث ونکړو او بیا په مجلس کې د غوسې پر مهال چوپتیا غوره کړو او کله چې پوه شو چې نور مو چوپتیا له وسه نده پوره او د غوسې د زیاتېدو امکانات لا نور زیاتیږی، غوره ده چې هغه مجلس پرېږدو.
ښه داده چې پداسې حال کې د اسلامی لار ښوونو سره سم د جاهلانو سره د غوسې او جنجال پرځای، پر هغوی سلام واچوو او باید پرېنږدو، چې د غوسې له امله مو عقل، پوهه یا اخلاق تر پوښتنې لاندې راشی. یقینی خبره ده چې که غوسه کمه کړو، نو ژوند به مو راحت او عمر به مو زیات وی.
پای
ـــــــــــــــــــــــ
برای تبصره ها و اخبار بیشتر به کانال خبری تلگرام،تویتر، ویب سایت و صفحه فیسبوک ما بپیوندید ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ