ګهیخ: نن یکشنبه (د سلواغې ۱۷مه) د افغانستان د ګاز او نفتو دولتی شرکت ویلی چې له دې وروسته به د کابل د اوسېدونکو تر کورونو اوبلن ګاز په ټیټه بیه ور رسوی.
د یاد شرکت د دغې پرېکړې خبر بېګاه ناوخته د اسلامی امارت مرستیال ویاند بلال کریمی پر خپله ټویټر پاڼه خپور کړی.
کریمی ویلی، د کابل د ۲۲ ناحیو اوسېدونکی به د یوه ځانګړی مهال وېش له مخې له دولتی شرکت نه یوه کیلو ګاز په ۷۰ افغانیو تر لاسه کوی.
دوی وایی چې دغه ګام د سون توکو د لوړو بیو د راکمولو په موخه اخلی.
افغانستان کې د ژمی په رارسېدو د یو کیلو اوبلن ګازو بیه شاوخوا ۱۰۰ افغانیو ته پورته شوې ده.
گهیځ