په پاکستان د اورګاډی چپه کېدو په پېښه کې ۳۰ کسه وژلی شوی

کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمری ۱۶ مه نېټه):
په پاکستان کې مسؤولین وایی چې‌ د یوه اورګاډی د اوښتو پېښه کې لږ تر لږه ۳۰ کسان وژل شوی او ۵۴ تنه نور هم ټپیان دی.‌
درسنیزو راپورونو له مخې دغه پېښه د پاکستان د سند ایالت په “شنغر” سیمه کې رامینځته شوې ده او یاد اور ګاډی له کراچۍ نه “حویلیان ” سیمې ته روان و.‌
د راپورونو له مخې په سیمه کې اوس هم د ژغورنې عملیات روان دی او ویل کیږی چې کېدای شی د مړو او ټپیانو شمېر تر دې هم زیات شی.
د پاکستانی رسنیو د رپوټ له مخې پېښه لدې امله رامنځ ته شوه چې د “هزاره اېکسپرېس “په نامه اورګاډی له خپلې ټاکلې لیکی ووت او چپه شو.‌
بل خوا د رسنیو له قوله د دغه هېواد د اورګاډو چارو وزیر “سعد رفیقی” هم پدې پېښه کې تر دې دمه د دېرشو کسانو مرګ منلی دی خو خلک بیا وایی چې د ریلګاډی د چپه کېدو له امله مړی او ټپیان پکې بند پاتې دی او شاید دا شمېره نوره هم لوړه شی.
له پېښې وروسته ګڼ شمېر ځایی خلک د مرستې لپاره ورټول شوی دی تر څو بند پاتې کسان را وباسی.‌
په پاکستان کې د ریل پټلۍ دا ډول پېښې کله نا کله د ناسمو لیکو یا په اورګاډو کې د تخنیکی ستونزو له امله رامنځ‌ ته کېږی چې ډېره مرګ ژوبله لری.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.