معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / په پاکستان کې د ترهګرۍ ضد یوې محکمې د دوه سیاسي مخالفینو ضمانت منلی دی

په پاکستان کې د ترهګرۍ ضد یوې محکمې د دوه سیاسي مخالفینو ضمانت منلی دی

کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږي ۶ مه نېټه):
د پاکستان په پلازمېنه اسلام آباد کې د ترهګرۍ ضد یوې محکمې د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مخکښ علي وزیر او د بشري حقونو د چارو د یوې وکیلې ایمان زیب مزاري ضمانت منلی دی.
رسنیو د پښتون ژغورنې غورځنګ د یوه مخکښ غړي ادریس پښتین له قوله ویلي چې محکمې نن د آګسټ پر ۲۸مه نېټه د دوسیې د جریان تر اورېدنې وروسته د ضمانت په اړه وزیر غوښتنلیک منظور کړ.
د پاکستان رسنۍ همدا رنګه وايي چې محکمې په همدې ناسته د مېرمن مزاري ضمانت هم منظور کړ.
د پاکستان په مرکزي پارلمان کې د جنوبي وزیرستان پخوانی استازی علي وزیر د آګسټ پر ۱۹مه او مېرمن ایمان مزارۍ د آګسټ پر ۲۰مه له اسلام آباد څخه نیول شوي وو.
د اسلام آباد پولیسو د آګسټ پر ۲۰مه نېټه پر اېکس شبکه (ټوېټر)، لیکلي وو چې دواړه کسان پولیسو ته د پلټنو لپاره مطلوب وو او ټول تحقیقات له قانون سره سم ترسره کېږي.
که څه هم د اسلام آباد پولیسو د دې دواړو د تورونو په اړه څه نه وو ویلي خو پر ټولنیزو رسنیو په خپرو شوو ویډګانو کې لیدل شوي چې علي وزیر او ایمان مزاري د خپلو تقریرونو پر وخت د جبري تښتونو په اړه د پاکستان پر پوځي چارواکو انتقاد کوي.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس