په پاکستان کې د ترهګرۍ ضد یوې محکمې د دوه سیاسی مخالفینو ضمانت منلی دی

کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږی ۶ مه نېټه):
د پاکستان په پلازمېنه اسلام آباد کې د ترهګرۍ ضد یوې محکمې د پښتون ژغورنې غورځنګ (پی ټی اېم) مخکښ علی وزیر او د بشری حقونو د چارو د یوې وکیلې ایمان زیب مزاری ضمانت منلی دی.
رسنیو د پښتون ژغورنې غورځنګ د یوه مخکښ غړی ادریس پښتین له قوله ویلی چې محکمې نن د آګسټ پر ۲۸مه نېټه د دوسیې د جریان تر اورېدنې وروسته د ضمانت په اړه وزیر غوښتنلیک منظور کړ.
د پاکستان رسنۍ همدا رنګه وایی چې محکمې په همدې ناسته د مېرمن مزاری ضمانت هم منظور کړ.
د پاکستان په مرکزی پارلمان کې د جنوبی وزیرستان پخوانی استازی علی وزیر د آګسټ پر ۱۹مه او مېرمن ایمان مزارۍ د آګسټ پر ۲۰مه له اسلام آباد څخه نیول شوی وو.
د اسلام آباد پولیسو د آګسټ پر ۲۰مه نېټه پر اېکس شبکه (ټوېټر)، لیکلی وو چې دواړه کسان پولیسو ته د پلټنو لپاره مطلوب وو او ټول تحقیقات له قانون سره سم ترسره کېږی.
که څه هم د اسلام آباد پولیسو د دې دواړو د تورونو په اړه څه نه وو ویلی خو پر ټولنیزو رسنیو په خپرو شوو ویډګانو کې لیدل شوی چې علی وزیر او ایمان مزاری د خپلو تقریرونو پر وخت د جبری تښتونو په اړه د پاکستان پر پوځی چارواکو انتقاد کوی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.