معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / په پنځو ولایاتو کې د ډبرو سکرو د پروسېس کارځایونه جوړیږي

په پنځو ولایاتو کې د ډبرو سکرو د پروسېس کارځایونه جوړیږي

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولي ۱۳مه نېټه):
د راپورونو له مخې د ریاست الوزرا د سیاسي مرستیال په مشرۍ د کابینې په ۳۳مه غونډه کې د چارو ادارې لوی ریاست ته دنده سپارل شوې، چې د ځمکو د تصفيې ګمارل شوي پلاوي د راپور لنډیز د ځمکو د غصب مخنیوي کمېسیون ته واستوي.
د خبر له مخې د دې پرېکړې پر بنسټ به پکتیا، پکتیکا، خوست، کندهار او ننګرهار کې د ډبرو سکرو د تخلیې، بارګیرۍ، پروسېس او بسته بندۍ لپاره کارځایونو جوړ شي.
په یاده غونډه کې همدارنګه پرېکړه شوې، چې د معاشونو د تنظیم او تشکیلاتو کمېسیون دې د ملي بس دولتي شرکت ته د وزارتونو او دولتي ادارو د اضافي وسایطو د لېږد په اړه د ماليې وزارت غوښتنه وڅېړي او لازم تصمیم دې ونیسي. همدارنګه د اوبو او برېښنا وزارت له لوري د ټاپ پروژې لپاره د سکرتریت رامنځته کولو د طرحې مسلکي ارزونه او تصمیم اقتصادي کمېسیون ته سپارل شوی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس