کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولی ۱۳مه نېټه):
د راپورونو له مخې د ریاست الوزرا د سیاسی مرستیال په مشرۍ د کابینې په ۳۳مه غونډه کې د چارو ادارې لوی ریاست ته دنده سپارل شوې، چې د ځمکو د تصفیې ګمارل شوی پلاوی د راپور لنډیز د ځمکو د غصب مخنیوی کمېسیون ته واستوی.
د خبر له مخې د دې پرېکړې پر بنسټ به پکتیا، پکتیکا، خوست، کندهار او ننګرهار کې د ډبرو سکرو د تخلیې، بارګیرۍ، پروسېس او بسته بندۍ لپاره کارځایونو جوړ شی.
په یاده غونډه کې همدارنګه پرېکړه شوې، چې د معاشونو د تنظیم او تشکیلاتو کمېسیون دې د ملی بس دولتی شرکت ته د وزارتونو او دولتی ادارو د اضافی وسایطو د لېږد په اړه د مالیې وزارت غوښتنه وڅېړی او لازم تصمیم دې ونیسی. همدارنګه د اوبو او برېښنا وزارت له لوری د ټاپ پروژې لپاره د سکرتریت رامنځته کولو د طرحې مسلکی ارزونه او تصمیم اقتصادی کمېسیون ته سپارل شوی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ