ګهیځ نیوز: نن شبنه ( د غوایی یا ثور ۳مه او د اپرېل د میاشتې ۲۳مه نېټه ده) د غیر رسمی سرچینو له خوا داسې خبرونه خپاره شوی وو، چې ګواکې د لوړو زده کړو وزارت پرېړکړه کړې چې له دې وروسته به د اونۍ په درې ورځو کې هلکان او پاتې درې ورځو کې به نجونې پوهنتونونو ته د زده کړو لپاره راځی.
که څه هم دغه خبر په رسمی ډول د لوړو زده کړو وزارت له خوا نه دی تایید شوی او نه یې په اړه کومه تبصره شوې.
خو د کابل پوهنتون رییس اسامه عزیز که څه هم د اونۍ د درې درې ورځو ځانګړی کولو په اړه څه نه دی ویلی، خو د جلا ورځو خبره تاییدوی.
هغه پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلی: رهبری شورا پرېکړه وکړه چې نوی سمستر کې د جلا وختونو پر ځای جلا ورځې په پام کې ونیول شی او هرې طبقې ته یوه بشپړه ورځ ځانګړې شی.
عزیز وایی د دې لپاره چې محصل د نظری درس تر څنګ په پوهنتون کې د عملی کار کافی فرصت ولری، پر ورسپال شوو پروژو کار وکړی، تحقیق او څېړنې ته وخت ولری او دا چې محصل د پوهنتون له پلان سره سم وروزل شی، دا ګام پورته شوی دی.
خو د لوړو زده کړو وزارت دا پرېکړه وار له مخه د خواله رسنیو د کارکوونکو له غبرګون سره مخ شوې او نیوکه یې پرې کړې.
گهیځ