ګهیځ نیوز: نن پنجشنبه (د وری ۱۱مه او د مارچ ۳۱مه نېټه ده) د چین ولسمشر شی جین پینګ د افغانستان پر ګاونډیو هیوادونو غږ کړی چې د دغه هیواد د ښې راتلونکې لپاره کوټلی ګامونه واخلی.
پینګ دا خبرې د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډې ته په استولی پیغام کې کړې دی.
هغه ویلی چې افغانستان دمګړۍ له سخت وضعیت څخه د شرایطو د عادی کیدو پر لور ګامونه اخلی نو پکار ده، چې ګاونډی هیوادونه په دې برخه کې ورسره مرسته وکړی.
هغه دغه راز ویلی چې سوله ییز، باثباته او پرمختللی افغانستان د ټولو افغانانو ګډه هیله او د سیمې د ټولو هیوادونو د ګټې خبره ده.
د چین ولسمشر وایی، هیواد یې د افغانستان خپلواکۍ ته درناوی لری او د ثبات او پرمختګ په لاره کې یې مرستو ته ژمن دی.
د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو غونډه پرون په چین کې پیل شوې او په پام کې ده چې نن هم دوام وکړی.
دا د بهرنیو چارو د وزیرانو د غونډو د هغې لړۍ درېیمه کړۍ ده چې د تیر کال په سپټمبر میاشت کې یې نوښت وشو.
گهیځ