کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۱۶ مه نېټه):
د خیبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان کې د پولیسو پر یوه مرکز د وسله وال برید په ترڅ کې لس تنه پولیس وژل شوی دی.
د ډېره اسماعیل خان پولیسو د سلواغې په ۱۶مه رسنیو ته په یوه لېږل شوې خبرپاڼه ویلی چې چې وسلوالو برید ګرو تېره شپه د دیره اسماعیل خان په درابڼ په سیمه کې پر یوې تاڼې د برید په ترڅ کې د پاکستانی پولیسو لس سرتېرې وژلی دی او شپږ تنه نور یې ټپیان کړی دی.
دا په داسې حال کې چې په پاکستان کې د ټول ټاکنو نېتې ته یوازې درې ورځې نورې پاتې دی.
ویل کېږی چې تر دې وړاندې هم د دیره اسماعیل خان په درابڼ کې پر امنیتی ځواکونو بریدونه شوی دی چې له هغې نه د ۲۰۲۳ز کال د ډیسمبر پر ۱۲مه برید یادولای شو چې په ترڅ کې یې ۲۳ پوځیان وژل شوی وو او تر ۳۰ زیات نور ټپیان شوی وو
که څه هم ددې برید پړه چا نده منلې خو تر دې وړاندې ددې ډول اکثره بریدونو پړه د پاکستان د تحریک طالبان پر وسله والو اچول شوې ده.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ