په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې د تېر په پرتله د ډبرو سکرو بیې لوړې شوې دی
کابل/ګهیځ: نن سې شنبه (د وږی/سنبلې ۲۹مه او د سپټمبر ۲۰مه نېټه ده) که څه هم افغانستان د ډبرو سکرو پراخې زېرمې لری خو د ژمی په را رسېدو سره یې بیې مخ په بره روانې دی.
کابل ښاریان راتلونکی ژمی او د سون توکو سربېره د لومړنیو توکو بیو لوړېدو ته اندېښمن دی، دوی وایی چې له یو خوا کارنشته او له بلې خوا بیې لوړې دی.
د ډبرو سکرو کاروباریان هم شکایت کوی، چې د تېر په پرتله یې خرڅلاو ټیټې کچې ته رسېدلی او وایی، چې خلک اړ دی څو د سکرو پر ځای لرګی واخلی.
دوی له حکومته غواړی، چې په یخو سیمو کې دې د سون توکو بیې کنټرول او خلکو ته د کار زمینه برابره کړی خو حکومتی چارواکی وایی، چې په نړیوال بازار کې د ډبرو سکرو بیې لوړې شوې دی.
هغوی ورته مهال د ژمی په را رسېدو سره د نړیوالو مرستندویه موسسو پر مټ خلکو ته د اسانتیاوو برابرولو ژمنه کړې.
گهیځ