ګهیځ نیوز: نن شنبه (د زمری/ اسد ۲۹مه او د اګسټ میاشتې ۲۰مه نېټه ده) هغه هېواد چې امریکا سره یې کابل کې وروستی هوایی برید کې مرسته کړې د جرم شریک ګڼل کېږی.
د کندهار په لویه ولسی غونډه کې د افغانستان د ا.ا مشرتابه شیخ هبت الله اخوندزاده ویلی، کوم ګاونډی هېواد چې د امریکا سره کابل کې وروستی هوایی برید کې مرسته کړی وی د جرم شریک ګڼل کېږی.
که څه هم شیخ هبت الله د کوم هېواد نوم یاد نه کړ خو زیاته یې کړه، چې د افغانستان پر سر معامله کول او د دې هېواد دښمنانو ته خپله ځمکه او فضاء کې د افغانستان پر ضد د فعالیت اجازه ورکول یقینآ د دوی لپاره بدې پایلې لری.
د جولای په ۳۰مه امریکا د کابل په شېرپور سیمه کې پر یوه کور هوایی برید و کړ او بیا مدعی شوه چې په دې برید کې یې د القاعده مشر ایمن الظواهری وژلی دی.
د نومړی د وژنې په اړه تر اوسه امریکا کوم ښکاره ثبوت نه دی وړاندې کړی.
د ا.ا چارواکی که څه هم په افغانستان کې د القاعده شتون ردوی خو تر اوسه یې په څرګند ډول د ایمن الظواهری د مرګ په اړه څه نه دی ویلی.
گهیځ